د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالمان: په کور پاتې شئ، چې روغ پاتې شئ


خوست کې د کورونا وایرس په اړه د دیني عالمانو غونډه
خوست کې د کورونا وایرس په اړه د دیني عالمانو غونډه

د اپرېل پر څلورمه د خوست لسګونه دیني عالمانو د یوې غونډې له لارې له خلکو وغوښتل، چې له کورونو دې بې ضرورته نه وځي او د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر دې د روغتیايي مسوولینو لارښوونې عملي کړي.

دوی وویل، په اسلام دین کې تر درملنې د وقايې ارزښت ډېر دی او د وقايي مسوولیت خلکو ته ورګرځي.

بل لوري ته د خوست چارواکو هم په دې غونډه کې چې د "کورونا پر ضد د منبر غږ" په نوم جوړه شوې وه، له دیني عالمانو وغوښتل، چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د خلکو د خبرولو هڅې ډېرې کړي.

دیني عالم مولوي اظهارالدین مشال راډیو ته وویل، خلک دې د کورونا له وبا څخه ځانونه په کورونو کې وساتي، بې ضرورته دې دباندې نه وځي او په هغو راټولیدنو کې دې برخه نه اخلي، چې ډېر خلک په کې راغونډېږي.

د خوست د عالمانو د شورا رییس مولوي شاه محمد محمدي په خپلو خبرو کې له هغو دیني مدرسو چې د فارغانو د دستاربندۍ مراسم لري او ګڼ خلک په کې برخه اخلي غواړي چې له کورونا وایرس څخه د پیدا شوي ګواښ د مخنیوي په خاطر دې له هر ډول غونډو ډډه وکړي.

دا کرونا او دا بیروبار، د خوست خلک له بازارونو نه منع کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

د دې غونډې ګډونوالو په نوبت سره دا پیغام ووایه:

"له خوستوالو غواړم، دا شرعي حکم دی چې له وبا لکه کورونا او نورو څخه ځان، کورنۍ او کلی وساتئ، په کور پاتې شئ، روغ پاتې شئ."

دیني عالم مفتي محمدکریم وايي، په اسلام کې له هر ډول خطر او مرض څخه د وقایوي تدابیرو حکم شوی چې د معنوي او معالجوي تدابیرو په نوم يې ښيي.

دی وايي، په دې برخه کې په روغتیايي لارښوونو عمل کول لکه په صابون د لاسونو مینځل، ماسک اچول او په اجتماعاتو کې نه ګډون د دې مستحبې او مسنونې طریقې دي.

مولوي فقیرمحمد روحاني هم وايي، خلک باید د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټولې طبي لارښوونې عملي کړي، ځکه "زموږ مکلفیت جوړیږي، چې د خپل صحت د نعمت سمه ساتنه وکړو."

خوست والي محمد حلیم فدايي هم د دیني عالمانو په دې ناسته له دوی په ټینګار غوښتنه وکړه چې په اوس وخت کې دې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره خپل ټول وس په کار واچوي.

ده وویل، کورونا وایرس یوه وبا ده، چې بل روغ کس ته سرایت کوي او په همدې خاطر باید هر څوک خپل ځان او کورنۍ ورڅخه وساتي، په کور دې پاتې شي، تر څو روغ پاتې شي.

ده وویل، دا یو دیني او شرعي حکم دی او هېڅوک دې پکې شک نه کوي او که څوک شک کوي، نو له دې د دیني عالمانو څخه دې توضیحات وغواړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG