د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي پانګوال د پانګونې لپاره د فرصتونو غوښتنه کوي


خواست کې د پانګوالو لپاره د پانګونې خوندي فرصتونه برابر شي
خواست کې د پانګوالو لپاره د پانګونې خوندي فرصتونه برابر شي

په خوست کې سوداګر او پانګوال له افغان حکومت غواړي، چې دوی ته دې پدې ولایت کې د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي.

دوی وايي، د خصوصي سکټور په پانګونې سره به ګڼو خلکو تهدایمي کار پیدا شي او پدې سره به ملياقتصاد ته هم ګټه ورسیږي.

سوداګرو او پانګوالو یادې څرګندونې نن د پنجشنبې ورځې ناوخته په لومړي ځلخوست کې د اوړو تولید د یوې نوې فابریکې د پرانیستې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.

ملي سوداګر حاجي شهبازخان ګربز وویل، کچیرې د پانګوالو لپاره د پانګونې خوندي فرصتونه برابر شي، دی باور لري، چې ډېر کسان به په بیلابیلو برخو کې پانګونې ته تیاری وښيي.

د خوست د صنایعو او سوداګرۍ خونو مشر نواب امیرزی هموایي، د خصوصي سکټور د پانګونې په ډېریدو سره به د تولید کچه لوړه او خلکو ته به کاري فرصتونه ډېر شي.

د مسوولینو په وینا د بدلون په نوم د اوړو نوې پرانیستل شوې فابریکه د لس میلیونه افغانیو په ابتدايي پانګونه جوړه شوې، چېپه اوس وخت کې هره ورځ د ۱۶ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري، چې وروسته به يې ظرفیت د ورځې ۴۰ ټنو ته لوړ شي.

دې فابریکې ته غنم د ځايي بزګرانو څخه په مناسبه بیه رانیول کیږي او وروسته په سټنډرډ وزن او کیفیت ښار ته عرضه کیږي.

د یادې فابریکې یو مسوول محمدعزیز محسن په خپلو خبرو کې له نورو پانګوالو هم وغوښتل، چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

دی وايي، په ښار کې خرڅیدونکي درمل د نورو هېوادونو تولید دی، چې ډېر لږ لګښت پرې کیږي، خو خلک يې د خپل تولید د نشتون له کبله په لوړه بیه رانیسي.

خوستي مدني فعالان د اوړو د فابریکې پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او هیله يې وکړه، چې پدې سره به نور پانګوال او سوداګر هم دا ډول پانګونو ته وهڅیږي.

جلال حقیقت او مستقیم خان پدې نظر دي، کچیرې افغان حکومت د خصوصي سکټور پانګونې ته شرایط برابر کړي، پدې هېواد کې به تولید پرمختګ وکړي او زیاتو کسانو ته به هم د دایمي کار فرصتونه برابر شي.

بل لوري ته د خوست چارواکي تیاری څرګندوي، چې پدې ولایت کې به سوداګرو او پانګوالو ته د پانګونې لپاره لازم فرصتونه برابر کړي.

خوست والي محمدحلیم فدايي وايي، وړې فابریکې هم د اقتصاد په وده، د قحطۍ په لمنځه وړولو او په اوس وخت کې د کرونا ویروس د ګواښ په شان بیړنیو حالاتو ته د رسیدنې په برخه کېګټورې تمامیږي.

د خوست چارواکو زیاتوله، پدې ولایت کې د صنعتي پارک ستونزه هواره شوې او ډېر ژر به پدې کې هغو پانګوالو ته ځمکې وویشل شي، چې دوی سره خپل تولیدي پلانونه شریک کړي.

دوی وايي، لدې سربیرهد افغان ولسمشر د لارښوونې سره سمد خوست په نورو مناسبو ځایونو کې هم د صنعتي پارکونو د جوړولو پلان موجود دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG