د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس دې پر تورخم له قرنطینه کړو سره مرسته وکړي: میاخېل


د ننګرهار چارواکي وايي چې په تورخم ښارګوټي کې د هغو افغانانو لپاره قرنطین مرکز د جوړېدو په حال کې دی، چې پېښور ته تللي، هلته بند پاتې دي او د لارې د خلاصېدو پر مهال بيرته وطن ته راستنېږي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د اپرېل پر دویمه په یوه خبري کنفرانس کې پر ولس غږ وکړ چې د یاد قرنطین مرکز لپاره توشکونه، بالښتونه او کمپلې له خپلو کورونو څخه عطیه کړي.

په دې خبري کنفرانس کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل:

"د کورونا د وایرس د خپريدو د مخنیوي په موخه په تورخم ښارګوټي کې قرنطین مرکز د جوړېدو په حال کې دي. زه په هغو افغانانو غږ کوم چې د تورخم فرضي کرښې نه هاخوا په پښتونخوا کې پاتې دي، تر هغه وخته چې د کورونا وايرس په سيمه کې له منځه تللي نه وي، هلته دې د خپلوانو کورونو کې پاتې شي. امکان دې ولري چې په یوه یا دوه اونيو کې د تورخم لاره پرانستل شي. هغه افغانان چې دې خوا راځي، موږ مجبور يو چې هغوی په تورخم کې قرنطین کړو."

مياخېل په ولس غږ وکړ چې د قرنطین مرکز لپاره توشکونه، بالښتونه او کمپلې او روجايي چمتو کړې.

نوموړی وايي: " په کونړ کې چې زما په هوجره کې څومره توشکونه، بالښتونه او کمپلې وې، هغه مې راوړې او تورخم ښارګوتي ته يې لېږم. زه په ولس غږ کوم چې هر څوک دې د خپلو هوجرو څخه يو توشک، یو بالښت، يوه کمپله او يوه روجايي په خپلو سيمو کې ولسواليو او ناحیو ته وسپاري چې موږ يې راټولې او تورخم ښارګوتي کې يې قرنطین مرکز ته ولېږدوو."

مياخېل زیاته کړه چې په ننګرهار کې ډېرې حویلۍ هم شته چې تر دې دمه يې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هيڅ نه دي کړي، نوموړي وړاندې وویل:

"په ننګرهار کې دېرې حویلۍ هم شته، وګورو چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه دوی څومره برخه اخیستې ده. تر اوسه پورې خو په کې دېرو برخه نه ده اخیستې. اوس به وګورو چې له خپلو حویلیو څخه توشکونه، بالښتونه او کمپلې تورخم ته لېږي او که نه؟"

د ننګرهار والي شاه محمو مياخېل د مشال راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې په تورخم ښارګوتي کې د قرنطین مرکز به په يو وخت کې د څومره مسافرو د خوندي کولو وړتیا ولري، په ځواب کې وویل:

"د اوس لپاره موږ د زرو تنو د ځایولو لپاره ترتیبات نیسو. خو له کورونا وایرس سره زموږ مبارزه په تدریجي ډول مخ پر وړاندې ځي. که چېرې زیات افغانان راځي، موږ ورته نور ځایونه هم په پام کې لرو، امکان دې ولري چې موږ ورته د پوهنتون لیلیه خالي کړو، نور تعلیمي مرکزونه او ښوونځيو کې هم د قرنطین کېدو امکان برابرولی شوو."

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د تېرو څو ورځو راهيسې په ننګرهار کې د کورونا فنډ په نوم د مرستو صندوق هم پرانستې چې د ننګرهار ولایت له هغو بې وزلو سره د خوراکو توکو مرستې کوي چې د جلال اباد ښار له قرنطین کېدو سره بې روزګاره شوي دي.

نوموړي په ولس غږ وکړ چې هر هغه څوک چې اقتصادي حالت ښه وي، په خپل چم ګاونډ کې بې وزله ګوري، د یوې یا دوه میاستو لپاره دې ورته خوراکي توکي ورکړي، اړتیا نشته چې د مرستې صندوق ته پیسې راوړي.

میاخېل زیاته کړه چې سر له ننه له کابل، لغمان او په کونړ ولایتونو سربېره، د دې ولایت له ولسوالیو څخه هم څوک نه شي کولای چې جلال اباد ښار ته داخل شي.

نوموړي له ولسه وغوښتل چې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنيوي په موخه ټول تدابير په پام کې ونیسي او خپلو کورونو پورې محدود پاتې شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG