د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو درې کسیزه طالب پلاوی کابل ته تللی


ارشیف
ارشیف

د طالبانو ډلې یو پلاوی کابل ته د خپلو زندانیانو د خوشې کولو لپاره استولی دی. دا درې کسیز پلاوی پرون کابل ته ورسېد.

د طالبانو ډلې یو پلاوی کابل ته د خپلو زندانیانو د خوشې کولو لپاره استولی دی.

دا درې کسیز پلاوی د مارچ پر ۳۱مه کابل ته ورسېد.

د طالبانو او افغان حکومت د زرګونه زندانیانو ازادول د امریکا او طالبانو د هغه تړون برخه جوړوي چې د فبرورۍ په وروستیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

د ۲۰۰۱ز کال د نومبر له میاشتې راهیسې چې د امریکا په مشرۍد طالبانو رژیم نسکور شو، دا د دغې ډلې لومړی رسمي پلاوی دی چې پلازمېنې کابل ته تللی دی.

کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي تګ ځنډېدلی دی.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو یو ۱۰ کسیز پلاوی د خپلو زندانیانو د خوشې کولو لپاره کابل ته ولاړ شي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح‌ الله مجاهد وایي چې د کورونا وایرس له وېرې خپل پلاوی درې تنو ته راکم شو.

مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې د طالبانو تخنیکي پلاوی د سې شنبې په ورځ کابل ته ورسېد.

د کابل په پلچرخي زندان کې نیول شوي طالبان
د کابل په پلچرخي زندان کې نیول شوي طالبان

د هغه تړون له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، افغان حکومت باید د طالبانو نېږدې ۵۰۰۰ زره بندیان خوشې کړي او طالبان د حکومت شاوخوا زر تنه له بنده ازاد کړي.

د افغانستان حکومت د طالبانو پلاوي په اړه څه نه‌ دي ویلي، خو د دوی د هیئت تر سفر مخکې د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ویلي و چې حکومت او طالبانو هوکړه کړې ده چې د طالبانو یو پلاوی کابل ته راشي او د مخامخ خبرو له لارې د زندانیانو د ازادۍ مسئله وڅېړي.

له دې سره په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د هغه پلاوي ستاینه کړې ده چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره افغان حکومت ټاکلی دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو پرون په واشنګڼن کې وویل چې دا ټیم پراخ‌بنسټه دی.

د افغان حکومت د پلاوي په اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وایي چې په دې ۲۱ کسیز پلاوي کې درې ډوله کسان راغونډ شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د دې پلاوي په ترکیب کې درانه کسان لیدل کېږي چې په افغانستان کې سیاسي تجربه لري، ښه شهرت لري، د افغانستان د ادارو تجربه لري او افغانستان ښه پېژني. دوهم ډله هغه کسان دي چې له بده مرغه د سیاسي او حتی د سیاسي کسانو د کورنیو غړي دي چې د افغانستان په تېره کې یې هم په سیاست کې ونډه لرله او په دې بحثونو کې داخل شوي دي. بله ډله هغه خلک دي چې ډېر سمبولیک او د ځینو په باور دوی تر دې حده ناخبره دي چې حتی د ځینو کورنۍ له افغانستانه بهر دي او ښایي له قضیو تر دې برید ناخبره وي چې نه‌یې په خبرو سر خلاص شي او نه افغانستان وپېژني."

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت تېره اوونۍ پنجشنبه د دې پلاوي غړي اعلان کړل چې مشري یې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس محمد معصوم ستانکزی کوي او پنځه تنه‌یې ښځې دي.

اروپایي ټولنې په بشپړه توګه د دې پلاوي ملاتړ کړی دی. طالبانو پخوا ویلي و چې د افغانستان له حکومت سره چې امریکا یې ملاتړ کوي، خبرې نه‌کوي، خو په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره د سولې تر تړون وروسته‌ یې هوکړه وکړه چې له افغان لوري سره د ۱۹ کلنې جګړې پای ته رسېدو لپاره خبرو ته چمتو دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG