د دغه پلاوي یوې غړې او د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي د مارچ په ۳۰مه ازادي ازادي راډيو ته وویل چې د سولې مذاکرات برياليتوب ښايي ډېر وخت ونیسي. خو هغې زياته کړه: ((هغه څه چې موږ ته مهم دي د جمهوري نظام په چوکاټ کې د ښځو د ښاروندۍ حقونه دي، مثلاً د رایې ورکولو، رایو اخیستلو، ځان نوماندولو، د بیان ازادي، بشري حقونه، په ټوله کې سیاسي، ټولنیز او اقتصادي حقونه هغه څه دي چې موږ به پرې خبرې وکړو.))
سرابي زياتوي چې تر دې دمه له طالبانو سره د حکومت له لوري د خبرو اجنډا مشخصه شوې نهده خو دغه پلاوی به په ګډه یوه کره او اغیزناکه اجنډا جوړه کړي.
د دغه پلاوي بله غړې شهلا فرید وايي دواړه لوري دې هڅه وکړي چې دا مذاکرات ژر تر ژره پیل او جګړه پای ته ورسوي.
هغې زیاته کړه: "د ټولو افغانانو او زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې دغه مذاکرات پیل شي. په دې مذاکراتو کې به خامخا موږ له زیاتو ستونزو سره مخ شو، خو هڅه به مو دا وي چې طالبانو ته قناعت ورکړو، ځکه افغانان د جګړې قربانیان دي، زما غوښتنه د دواړو لورو له مذاکره کوونکو همدا ده چې په ملي، کاملاً بینالافغاني او ارامه فضا دې دغه مذاکرات ترسره کړي."
مېرمن فرید وایي طالبانو سره د افغان ښځو په استازیتوب، د ښځو د تعلیم، د کار کولو، سیاسي او ټولنیز مشارکت او روغتیایي خدمتونو ته د دوی د لاسري په حقونو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان حکومت له خوا په غوره شوي پلاوي نيوکې کړې دي او له مذاکراتو کولو یې ورسره انکار کړی دی. دغې ډلې د شنبې په ورځ اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي وه چې دحکومت له لوري جوړ شوی پلاوی ټول شموله نهدی. خو افغان حکومت بیا تېره ورځ وویل چې طالبان دې پلمې نه جوړوي او د دغو مذاکراتو لپاره دې دوی هم خپل پلاوی اعلان کړي.
د افغان حکومت له لوري په دغه ۲۱ کسیز پلاوي کې د پنځو ښځو حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني، فوزیه کوفي، شهلا فرید او شریفه زرمتۍ نومونه شامل دي.