د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه ستنېدونکي افغانان ۲۰ ورځې قرنطین کېږي


په تورخم کې د کورونا وایرس د ابتدايي نښو معلومولو لپاره د خلکو تبه کتل کېږي
په تورخم کې د کورونا وایرس د ابتدايي نښو معلومولو لپاره د خلکو تبه کتل کېږي

د افغانستان ننګرهار ولايت چارواکي‌وايي پر تورخم ټول وراوښتونکي افغانان به د کورونا وایرس په شک شل ورځې په طبي څارنه يا قرنطين کې تېروي.

د ننګرهار والي مطبوعاتي څانګې د مارچ په ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ د کورونا ویروس د خورېدو د مخنیوي کمیټې غړو پرېکړه کړې چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو په سلا به د دروازې خلاصيدو سره سم هغه بند پاتې افغانان چې د تورخم له لارې داخليږي له شپاړلسو څخه به تر شل ورځو پورې په ياد ښارګوټي کې قرنطين شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا دروازه به کله خلاصه شي خو په اسلام اباد کې افغان سفير عاطف مشعل مطبوعاتو ته ويلي چې د پاکستان حکومت سره یې په دې اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل له خولې ويل شوي چې کله تورخم لار خلاصه شي نو هر وراوښتونکی کس به قرنطین کېږي. ((په قرنطين کېدو کې ټول لويان، ماشومان، مېرمنې او فاميلونه شامل دي چې په تورخم ښارګوټي کې به ورته د اوسيدو لازم سهولتونه برابر شي.))

د دې کمېټې غړو همدا راز پرېکړه کړې چې د کورونا ويروس مخنيوي په موخه هيڅوک نشي کولی، چې په دې ولايت کې خپل کورونه او جايدادونه له دې وروسته په کرايه ورکړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو ترمخه، د مارچ تر ۳۰مې پورې د کورونا وایرس وهلو شمېر ۱۴۱ کسان ته رسېدلی.‌ همداراز ۴ کسان وژل شوي او ۵ روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG