د لاسرسي ځای

تازه خبر

له مستونګه کوهاټ ته تللي تبلیغیان کورونا وهلي دي


پېښور: روغتيايي‌ کارکوونکي د يو تن تبه ګوري
پېښور: روغتيايي‌ کارکوونکي د يو تن تبه ګوري

ډاکټر رحيم وايي، دغه ټول کسان د بلوچستان مستونګ ضلعې دي چې له تبليغي ډلې سره دره آدم خېل سيمې ته ورغلي ول.

په کوهاټ کې نهه تنه نور کورونا وایرس وهلي چې له دې سره په ياده ضلعې کې د وړجنو شمېر دولسو تنو ته رسېدلی دی.

د ډويژنل هېډکوارټر روغتون مشر ډاکټر رحيم د نوي ثبت شويو وړجنو پخلی کړی او وايي چې دغه ټول کسان د بلوچستان مستونګ ضلعې دي چې له تبليغي ډلې سره دره آدم خېل سيمې ته ورغلي ول.

له دې وړاندې هم يادو کسانو دوه نور ملګري هم کورونا وهلي ول. یو بل وړجن بیا د چمبۍ سيمې دی چې دوې اوونۍ وړاندې له دبۍ خپل کلي ته ستون شوی وو.

په پاکستان کې د صحت بېلابېلو ادارو چارواکو د مارچ تر دېرشمې پورې خپرو کړو معلوماتو ترمخه، کورونا وایرس په ټول پاکستان کې ۲۱ کسان وژلي او پرې د اخته شوو کسانو شمېر ۱۶۶۴ ته رسېدلی دی.

  • په پنجاب کې ۶۵۲
  • په سيند کې ۶۲۷
  • په خېبر پښتونخوا کې ۲۲۱
  • په بلوچستان کې ۱۵۳
  • په ګلګت بلتستان کې ۱۴۸
  • په اسلام اباد کې ۵۸
  • د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې ۶
  • د صحت قامي اداره وايي تر اوسه په دغه هیواد کې ۲۵ پنځه ویشت کسان له وایرسه مړه شوي دي او اته پنځوس ۵۸ ترې روغ شوي دي. د این ای ایچ له تازه شمېر سره سم یو تن په ګلګت بلتستان، درې په پنجاب او دوه کسان په سند کې مړه شوي دي.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم سلاکار، ډاکټر ظفر مرزا ویلي، په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغانو ۷۱ فیصده له بهره ورغلي چې زیاتره یې له ګاونډي ایران څخه ورغلي زیارتیان دي.

د روغتیا وزارت وايي چې په ملک کې د کورونا وایرس د مشکوکو کسانو شمېر ۱۳ زره ۳۲۴ دی. په دې کې تر ۸۰۰۰ زیات کسان قرنطین کړل شوي دي.

په ټول پاکستان کې د کورونا وایرس د خورېدو له وېرې خلکو ته ويل شوي چې پر کور پاتې شي او بې ضرورته ونه وځي.‌

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشیر اجمل وزیر د مارچ پر ۲۹مه ویلي، له کورونا وایرسه د روغتیايي کارمندانو د ژغورلو لپاره پي ډي اېم ای یا د افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې بیلا بېلو ضلعو ته ۲۷۱ زره ماسکونه او ۲۰۰۰ لیټره د مکروب ضد مواد یا سېنېټایزر ورکړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG