د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس د مړو شمېر ۱۳ ته رسېدلی


ډاکټر د یو مشکوک کس معاینه کوي (پخوانی عکس)
ډاکټر د یو مشکوک کس معاینه کوي (پخوانی عکس)

پراګ - په پاکستان کې د مارچ میاشتې تر ۲۹مې په مجموعي توګه په ټول ملک کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.

د صحت وزیر ډاکټر ظفر مرزا د مارچ پر ۲۹مه ناوخته ویلي چې په ۱۲۱ نورو کسانو کې د کورونا وایرس پخلی شوی دی چې ورسره په ملک کې په مجموعي توګه د کورونا وایرس د ناروغانو کره شمېره ۱۵۲۶ ته رسېدلې ده.

ډاکټر ظفر مرزا ویلي چې په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغانو ۷۱ فیصده له بهره ورغلي دي چې زیاتره یې له ګاونډي ایران څخه ورغلي ذایرین دي.

په پاکستان کې که څه هم په زیاتره لویو ښارونو کې پر هر ډول تګ راتګ بندیز لګول شوی دی خو بیا هم په ورو ورو د کورونا وایرس په ناروغانو کې زیاتوالی روان دی.

د پارلمان غړي او طبي کارپوهان ویره څرګندوي چې ښايي په ۲۲۰ میلیونه ابادي لرونکي پاکستان کې به د کورونا وایرس ناروغان په راتلونکو ورځو کې ډېر زیات شي.

دوي پر حکومت غږ ټینګار کوي چې په پراخه توګه د خلکو ټسټونه وکړي.

د صحت وزارت وايي چې په ملک کې د کورونا وایرس د مشکوکو کسانو شمېر ۱۳ زره ۳۲۴ دی. په دې کې تر ۸۰۰۰ زیات کسان قرنطین کړل شوي دي.

بل پلو په افغانستان کې په کرونا وایرس د اخته شوو شمېر اوس ۱۴۵ ته رسېدلی دی.

د افغانستان د صحت څانګې چارواکي وايي چې هلته تر اوسه له دې ناروغۍ څخه څلور تنه مړه شوي هم دي چې درې په هرات کې او یو په بلخ کې دی.

افغان حکومت د پلازمېنې کابل تر څنګ هرات ، جلال اباد او ځینې نور لوی ښارونه قرنطین کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر تر ۳۳ زره اوښتی دی.

د کورنا وایرس په اړه معلومات خپرونکي جان هوپکینز پوهنتون له شمېرو سره سم ، تر بېګا په ټوله نړۍ کې په مجموعي توګه تر ۷ لکه ۲۲ زره زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

تر ټولو زیات خلک یې په اټلي ، سپېن او چین کې وژلي دي. خو په دې ناروغۍ تر بل هر هیواد زیات خلک په امریکا کې اخته شوي دي.

د کورونا وایرس معالومات خپرونکی جان هوپکینز پوهنتون وايي چې تر اوسه په امریکا کې تر ۱۴۰۰۰۰ زیات کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي او د مړو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر امریکايي ولس غږ کړی دی چې د کورونا وایرس په مخنیوي کې د مرستې کولو لپاره دې د اپرېل میاشتې تر پایه په کورونو کې پاته شي.

ولسمشر ټرمپ د مارچ پر ۲۹مه په واشنګټن کې د معلوماتو وړاندې کولو پر وخت وویل ، ښايي په په امریکا کې د دې وایرس له کبله د مړینې کچه په دوو اونیو کې خپل لوړ حد ته ورسېږي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، هیله ده چې دا کچه باید بیا له هغه لوړه حالته په ډېره ښکاره توګه را کمېده پیل کړي.

د جان هوپکینز پوهنتون وايي چې تر اوسه په نړۍ کې له دې ناروغۍ څخه تر ۱۵۰۰۰۰ کسان جوړ شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG