د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د کورونا د تشخيص مرکز پرانستل شو


ډاکټر فیروزالدین فیروز او شاه محمود مياخېل
ډاکټر فیروزالدین فیروز او شاه محمود مياخېل

جلال اباد - د کورونا ویروس دتشخیص دا مرکز د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د مارچ په نهه ویشتمه نېټه پرانیست.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د مرکز له پرانستې وروسته د ننګرهار د رسنيو دفتر کې د ننګرهار له والي شاه محمود مياخېل سره ګډه خبري غونډه وکړه.

نوموړي‌ دې غونډې ته وویل، دا مرکز په یوه ورځ کې د ختيځ زون په کچه د سلو مشکوکو پېښو د څېړلو وړتیا لري او په پام کې لري چې په نېږدې راتلوونکي کې تر دوه سوه پورې مشکوکي پېښې وڅېړي.

ده زیاته کړه چې دې مرکز کې شپږ پايې ونټيليټر ( د تشخیص) الې هم ولګول شوې. او ټریننګ شوي ډاکټر په کې وګمارل شول.

د عامې روغتيا وزیر دې خبري کنفرانس ته دا هم وویل چې په ننګرهار کې به د کورونا د خپرېدو د مخنیوي په موخه امبولانس سروس او د ډاکټرانو سیار ټیمونه ګماري، کله چې کومه مشکوکه پېښه پیدا کېږي، سيار ټيم به ورځي، د معایناتو لپاره به ترې سمپل اخلي او مشکوک کس ته به په خپل کور د قرنطین لازمي سپارښتنې کوي.

ډاکټر فیروزالدین فیروز په حاجي کیمپ کې له هغه سل بستریز روغتون څخه هم لیدنه وکړه چې د کورونا د ناروغانو لپاره ځانګړی شوی دی.

نوموړي وویل چې په دې روغتون کې به د مشکوکو کسانو لپاره څو ځایه او پي ډي مرکزونه هم پرانستل شي او د اړتیا پر مهال به مشکوک کسان د حوزوي روغتون پر ځای حاجي کیمپ مرکز ته رسول کېږي.

په ننګرهار کې د کورونا وایرس د تشخیص مرکز
په ننګرهار کې د کورونا وایرس د تشخیص مرکز

ډاکټر فیروزالدین فیروز د ننګرهار له والي شاه محمود مياخېل مننه وکړه په کمو امکاناتو يې په ننګرهار کې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي په موخه لازم تدابیر نیولي دي.

تېره ورځ د ننګرهار د والي په نوښت په دې ولایت کې د کورونا فنډ په نوم صندوق هم پرانستل شو.

په دې خبري ناسته کې والي شاه محمود مياخېل وویل، تر اوسه ورسره د ننګرهار سوداګرو تر دوه نوي زره ډالرو پورې مرسته کړې او هڅه کوي چې سرمایه لرونکي خلک دې صندوق ته د مرستې لپاره وهڅوي.

میاخېل وویل چې دا صندوق به د يوې شفافې لارې هغو بې وزلو ته د خوراکي توکو مرسته رسوي چې سبا بيګاه ته حېران دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز دې خبرې کنفرانس ته وویل چې تر اوسه د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره پينځل ميلونه ډالر ځانګړي شوي خو زیاته يې کړه چې په لنډ مهال کې تر سلو ميلونو ډالرو پورې اړتیا ليدل کېږي.

د ده په خبره تر دې مهاله ورسره د څلورو بهرنیو پېښو نه علاوه په ټول افغانستان کې د کورونا ۱۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

درې تنه له دې ويروسه مړه شوي او پنځه نورو ترې نجات موندلی دی.

XS
SM
MD
LG