د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د کورونا له کبله د مړو شمېر ۱۲ ته ورسېد


په کوټه کې د کورونا ضد کارکوونکي‌
په کوټه کې د کورونا ضد کارکوونکي‌

په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مارچ تر ۲۹مې د ناروغانو مجموعي‌ شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.

پراګ - په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مارچ تر ۲۹مې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او د ناروغانو مجموعي‌ شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.

د بېلابېلو چارواکو د خپرو کړو شمېرو معلوماتو ترمخه د مارچ تر ۲۹مې پورې په پنجاب کې ۵۵۷، په سند کې ۴۶۹، په خېبر پښتونخوا کې ۱۸۸، په بلوچستان کې ۱۳۸، په ګلګت بلتستان کې ۱۰۷ او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې دوه تنه په دې ناروغۍ اخته دي.

په همدې حال کې د خېبر پښتونخوا حکومت د مارچ پر ۲۸مه، د ۶۳ اربه روپيو يو پيکيج اعلان کړ چې له مخې به يې د روغتيايي کارکوونکو، غریبانو او زيانمنو کاروباريانو سره مرسته کوي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی سلاکار، اجمل وزير د مارچ د ۲۸مې په ماښام په يوه خبري کنفرنس کې وويل چې که څوک له کوم بهر ملکه راغلی وي نو د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې دې حکومت سره مرسته وکړي او ځان دې ځايي چارواکو ته په ګوته کړي.

اجمل وزیر وويل چې ۸۹۴ کسان يې د کورونا درلودلو په شک په بېلابېلو روغتونونو کې قرنطين کړي دي.

د کورونا وايرس د خورېدو د مخنيوي لپاره د بلوچستان حکومت د قېديانو په سزا کې ۴ مياشتې معاف کړي دي.

د صوبې کورنيوو چارو وزارتد مارچ پر ۲۹مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې کې د وړو جرمونو بنديان شامل دي.

XS
SM
MD
LG