د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د کرونا فنډ په نوم مرستندویه صندوق پرانېستل شو


Afghanistan: Nangarhar Province New governor Shah Mahmood Miakhel. 2 March 2019
Afghanistan: Nangarhar Province New governor Shah Mahmood Miakhel. 2 March 2019

د ننګرهار والي په نوښت زیاتو اړمنو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو په موخه د کرونا فنډ په نوم صندوق پرانیستل شو.


د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل په نوښت په دې ولایت کې تر سل زرو زیاتو اړمنو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو په موخه د کرونا فنډ په نوم صندوق پرانیستل شو، همدا راز ښاغلي میاخېل او کورنۍ یې لومړني کسان وو چې د یاد صندوق سره یې سل زره افغانۍ او پنځه زره او درې سوه امریکایي ډالر مرسته وکړه.


یاد صندوق چې ژر به ورته د امریکايي ډالرو او افغانیو بانکي حسابونه پرانیستل شي، د مارچ پر ۲۸مه، د دې ولایت د والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي کمیټې د پرېکړې په ترڅ کې پرانیستل شو چې مدیریتي چارې به یې د ولایتي شورا غړی ډاکټر ناصر کاموال، د سوداګرۍ خونې عامل رییس ډاکټر شمس الحق او د ډاکټرانو اتحادیې مشر ډاکټر ایمل ذکي لخوا پرمخ وړل کیږي.


د یادې کمیټې د پرېکړې له مخې د ناحیو او ولسوالیو مسؤلین به په ګډه د هغه اړمنو کورنیو لیستونه برابروي چې د ورځې په مزدورۍ یې کورنۍ ته نفقه ګټله او دا مهاله چې کارونه ولاړ دي، د خوړو موندلو له ستونزو سره مخامخ دي.


د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې له یاد صندوق سره یې د خپلې یوې میاشتې تنخوا سل زره افغانیو او کورنۍ لخوا یې د پنځه زره او درې سوه امریکایي ډالرو مرسته وشوه، ژمنه وکړه چې د مرستو را جلبولو په برخه کې به لا هم زیاته همکاري وکړي،خو له خلکو یې هم وغوښتل چې د بې وزله کورنیو سره د مرستو ترسره کولو په موخه د یاد صندوق سره مرسته وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG