د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د کورونا ځپلو شمېر مخ په زیاتېدو دی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د نړۍ د نورو سیمو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس پېښې مخ په زیاتېدو دي او له وجې یې د خلکو ژوند تر اغېز لاندې راغلی دی.

د مارچ تر ۲۸مې په پاکستان کې د کورونا وايرس له کبله د وژلو شویو کسانو شمېر ۱۱ ته رسېدلی او پرې د اخته کسانو شمېر ۱۴۰۸ دی

چارواکو د مارچ پر ۲۸مه خبر ورکړ چې په خېبر پښتونخوا کې ۱۸۰، پنجاب کې ۴۹۰، سیند کې ۴۴۰، بلوچستان کې ۱۳۳، په ګلګت بلتستان او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ۱۰۹ او اسلام اباد کې ۳۹ د کورونا ناورغان دي.

په خېبر پښتونخوا کې ۴۳ نوي د کورونا کېسونه رامنځته شوي چې ورسره په دې صوبه کې په ياد وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۸۰ ته رسېدلی.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشير اجمل وزير د مارچ پر ۲۷مه، په پېښور کې خبري غونډې ته وويل چې په مردان کې ۷۹، ډېره اسماعيل خان کې ۵۵ او پېښور کې ۱۸ د کورونا ناورغان دي.

نوموړي زياته:

"ټولې تعلیمي ادارې، پوهنتونونه او شخصي سکولونه به د مې تر ۳۱مې تړلې وي. د اپریل تر ۳۰مې نېټې پورې به د ښادۍ په هالونو او د ښادۍ په لویو پروګرامونو بندېز وي، د مارکیټونو بازارونو او پلازو بندول تر ۱۰م اپرېل پورې وغځول شول."

په خېبر پښتونخوا کې درې کسان له کورونا ناروغۍ مړه شوي او د درو نورو درملنه شوې ده.

بل پلو، د خیبر پښتونخوا حکومت د کورونا وایرس له وجې د اغېزمنو شویو کسانو سره د مرستو پیکیج اعلان کړی دی.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د مارچ پر ۲۷مه، په پېښور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې غریبو او دیاړي مارو ته به د راروانو درو میاشتو پورې هره میاشت پنځه پنځه زره روپۍ ورکول کيږي:

"۱۹ لکه کورنيوته به د میاشتې پنځه پنځه زره روپۍ ورکوو او دا ټول رقم ۱۱ اربه او ۴۰ کروړه روپۍ جوړېږي. په دې سربېره له کاروباري خلکو سره به د ټېکسونو په مد کي د پنځه اربه روپو رعایت کېږي. د روغتیا د ادارې لپاره مونږ اته اربه روپۍ منظورې کړي دي او د هنګامي مرستو او بیا ودانۍ لپاره مو شپږ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي. دا ټولې ۳۲ اربه روپۍ جوړېږي چې د کورونا وایرس په مخنیوي به خرچ کیږي."

هلته د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د کرونا وایریس د مخنيوي په هدف په جوماتونو کې د جمعې په لمونځونو او غونډو د بندیز حمایت کړی.

د مارچ پر ۲۷مه، په ورځ ډېره اسماعیل خان کې رسنیو سره خبرو کې نوموړي وویل، ډاکټرانو ویلي چې د کورونا وایرس نه د بچ کېدو لپاره اختیاطي تدابیر خپل کړئ او له دې وایرسه متاثره خلکو نه ځانونه لرې وساتئ نو ولس د ډاکټرانو او د انتظامیې د هدایاتو او حکمونو منلو پابند دی.

نوموړی زياته کړې چې د ګڼې ګوڼي له کبله کرونا وایریس خورېږي نو باید چې ولس د جوماتونو پر ځای په کورونو کې لمونځونه وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG