د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د کورونا وهلو شمېر ۱۱۶ ته ورسېد


د افغانستان د صحت وزارت ویاند وحیدالله مایار

پراګ - د افغانستان روغتيا وزارت د مارچ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په ټول هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۱۶ ته رسېدلی دی.

د دوي په وینا په افغانستان کې تر اوسه له کورونا وایرس څخه درې تنه مړه شوي هم دي.

بلخوا د ننګرهار ولايت والي شاه محمود مياخېل د کورونا وایرس د مخنيوي لړ کې پورته شوو ګامونو له امله اغېزمن شوو، غریبو خلکو سره د مرستې لپاره يو فنډ جوړ کړی دی.

نوموړي د مارچ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې په دې فنډ کې تر اوسه ده، تجارانو او ګڼو نورو خلکو تر يو لکو ډالرو اچولي دي.

شاه محمود میاخېل وویل چې د هرې غرېبې کورنۍ لپاره به يوه مياشت خوراک څښاک اخیستل کېږي.

په ننګرهار کې د کورونا وايرس يو مریض ثبت شوی دی. هلته بازارونه بند او خلک په کورونو کې ساتل شوي دي.

د افغانستان حکومت د هیواد تر ټولو لوی ښار او پلازمېنه کابل کې هم د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.

حکومت د کابل له ښاریانو غوښتي چې د درملو، طبي خدماتو یا خوراکي موادو د رانیولو په شان له ضروري کاره پرته له کوره ونه‌ووځي.

په افغانستان کې له کورونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټۍ ویلي چې ټولې دولتي ادارې به د درو اوونیو لپاره بندې وي، خو یوازې به روغتیايي مرکزونه، د ښاروالۍ تنظیفات، له کرونا سره د مبارزې کمېټه او امنیتي ارګانونه کار ته دوام ورکړي.

بانکونه، صرافۍ، نانوایانې او د خوراکي موادو پلورنځي هم اجازه لري چې فعالیت ته دوام ورکړي.

افغانستان او پاکستان دواړه له ایران سره پولې لري کوم چې په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې کورونا وایرس ډېر ځپلې دی.

خو په پاکستان کې د افغانستان پرتله کورونا وایرس ډېر خپور شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي‌ چې هلته د یاد وایرس د خپرېدو لویه وجه له ایران څخه ورغلي زیارت کوونکي دي.

XS
SM
MD
LG