د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: له ایرانه د افغان کډوالو ستنېدنه ستونزمنه مسله ده


له ایرانه ستنیدونکي افغان کډوال
له ایرانه ستنیدونکي افغان کډوال

د ملګرو ملتونو جنرل سکرتر انتونیو ګوتېريش وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو ستنېدل یوه ډېره ستونزمنه مسله ده.

ګوتېريش د مارچ د ۲۶مې په ماښام د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.

ارګ په یوه بیان کې د ګوتېريش له قوله لیکي چې نوموړی وايي، له ایرانه د زرګونه افغان کډوالو ستنېدل چې د کرونا وایرس د خپرېدو باعث کېدای شي یوه لویه ستونزه ده او ملګري ملتونه په دې برخه کې لازمه مرسته کوي. په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي.

له دې مخکې د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو له ایرانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل د کرونا وایرس د خپراوي له پلوه د اندېښنې وړ بللي وو. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ډېره برخه له ایران څخه ستانه شوي دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې انتونیو ګوترش دا هم ویلي چې ملګري ملتونه د کرونا وایرس پر ضد مبارزه کې له افغانستان سره همکار دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې ټیلیفوني خبرو کې له ګوترش څخه افغانستان او نورو هغو هېوادو ته چې سمندر ته لاره نه‌ لري د لازمو ترانزیټي اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه څو دې هېوادونو ته اکمالات په سم ډول ورسېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG