د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند او بلوچستان په جوماتونو کې پر غونډېدو بندېز اعلان کړ


د سیند حکومت د اپریل تر پنځمې نیټې د لمانځه د غونډو ځنډولو پرېکړه وکړه (ارشيف)
د سیند حکومت د اپریل تر پنځمې نیټې د لمانځه د غونډو ځنډولو پرېکړه وکړه (ارشيف)

په پاکستان کې د کورونا وایرس د رنځورانو شمېره تر ۱۳۰۰ اوښتې، د سیند او بلوچستان حکومتونو په جوماتونو کې د لمونځونو پر اجتماعاتو بندېز لګولی.

دا په داسې حال کې ده چې د مصر لوی دیني مدرسې جامعه الاظهر یوه فتوه جاري کړې چې پکې په جوماتونو کې د جمعې لمونځ او نورو لمونځونو د غونډو نه جوړولو ویل شوي.

پرون [د مارچ پر ۲۶مه] د پاکستان ولسمشر عارف علوي په دې اړه د بېلا بېلو مسلکونو له دیني عالمانو سره سلا مشوره وکړه خو هغوی د وفاق په کچه په جوماتونو کې د لمانځه د غونډو ځنډولو په اړه کومې پریکړې ته ونه رسېدل.

په عین حال کې د سیند صوبايي حکومت د اپریل تر پنځمې نېټې د لمانځه د غونډو ځنډولو پرېکړه وکړه او د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره يې پر ولس د ټولنیز واټن عملي کولو غږ وکړ.

د سیند د وزیراعلا سلاکار مرتضا وهاب رسنيو ته ویلي دغه پریکړه يې د دیني عالمانو په سلا مشوره کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې په جوماتونو کې به د امامانو په ګډون تر پنځو ډېرو کسانو ته پر یو ځای د لمونځ کولو اجازه نه وي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت هم د مارچ پر ۲۶م ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ټوله صوبه کې يې د جمعې د لمانځه پر غونډو بندیز عملي کړی.

د پاکستان د روغتیا څانګې چارواکیو په وینا په دې هېواد کې د مارچ تر ۲۷مې په ۱۳۸۱ کسانو کې د کورونا وایرس پخلی شوی. په دې کې ۴۴۸ له سیند، ۴۹۰ له پنجاب، ۱۸۰ له خيبر پښتونخوا، ۱۳۱ له بلوچستان، ۲۷ له اسلام اباد، ۱۰۳ له ګلګت بلتستان او دوه کسان د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير سره تړاو لري. بلخوا له دې وايرسه تر دې دمه ۱۱ کسان مړه شوي هم دي.

په نړۍ کې د کورونا وایرس د رنځورانو شمېره تر ۵۷۷۰۰۰ اوښتې او په داسې حال کې چې د مخنیوي لپاره يې بيړنۍ هلې ځلې روانې دي، په امریکا کې له دې وایرس څخه د ځپلو شویو شمېره تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د مارچ تر ۲۷ مې په ټوله نړۍ کې د کوویډ ۱۹ [نوي کورونا وايرس] څخه تر ۲۶ زره زيات کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې تر ۹۴ زره زياتو کسانو کې د دې وایرس پخلی شوی او تر ۱۴۰۰ زيات څخه ورڅخه مړه شوي دي. بلخوا په ايټاليې کې د کورونا وايرس د رنځورانو شمېر تر ۸۶ زره اوښتی او په دې هېواد کې تر ټولو زيات کسان ورڅخه مړه شوي چې شمېر يې تر ۹۱۰۰ اوښتی دی. په چین کې په دې وايرس د اخته کسانو شمېر تر ۸۱ زره اوښتی او تر ۳۲۰۰ زيات ورڅخه مړه شوي دي.

اخوا په افغانستان کې له دې وايرسه تر دې دمه څلور کسان مړه شوي او ۹۴ په اخته شوي دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې ډمشرمشر ټیدروس اډهانوم ګیبریسیس د مارچ پر ۲۶مه وویل چې د کورونا وبا یو نړیوال بحران دی او خبرداری يي ورکړ چې په ډېره چټکتيا په نړۍ کې په خپرېدو ده.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی. له دې وايرسه تر اوسه څه باندې ۱۳۰۰۰۰ بېرته رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG