بلوچستان حکومت د کوټې د هغو برخو تړلو اعلان کړی چې پکې له ايران څخه د ورغليو زيارت کوونکيو شمېر زيات دی.
په کوټه کې د وزيراعلی جام کمال په مشری کې د مارچ ۲۵مې په غونډه کې فيصله وشوه چې د کوټې د مري اباد او هزاره ټاون سيمې به د ښار له نورو سيمو سره تګ راتګ نه کوي.
ددې هزاره مېشتو سيمې خلک په ګڼ شمېر کې ايران ته تګ راتګ کوي.
حکومت ويلي په دې سيمو کې به د کورونا وايرس معاينې هم کوي. تر غونډې وروسته د بلوچستان چيف سېکرټري فضيل اصغر خبريالانو ته وويل چې په دې خاطر به په کوټه کې اته پوستې جوړوېږي چې دارنګه د خلکو تګ راتګ محدود کړل شي. نوموړي غونډې ته وويل چې تراوسه پورې۱۹زره ۱۱۵ زيات کوونکي د تفتان له لارې پاکستان ته داخل شوي.
په غونډه کې دا فیصله هم وشوه چې په چمن او تفتان کې اېسار تجار به هېواد ته ورپرېږډی، اول به يې د کورونا معاينه کوي او تر ۱۴ ورځني قرنطېن وروسته به يې کورونو ته پرېږدي.
پاکستان/ کورونا شمېر
چارواکي وايي چې په پاکستان کې نور کسان په کورونا وايرس اخته شوی چې ورسره د مارچ تر ۲۶ مې پورې د وايرس ځپلو شمېر ۱۰۹۰ ته رسېدلی دی.
د حکومت پر ويبپاڼه ورکړل شويو مالوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له وايرسه يو بل کس مړه شوی دی چې ورسره په دې هېواد کې له کورونا د مړه شويو کسانو شمېر اتو ته ورسېد.
په سيند صوبه کې ۴۱۳، پنجاب کې ۳۲۳، بلوچستان کې ۱۱۷ او خيبرپښتونخوا کې ۱۲۱ کسان په وايرس اخته دي.
د حکومتي مالوماتو له مخې، تراوسه پورې ۲۱ کسان له ناروغۍ جوړ شوی هم دي. په نړۍ کې له کورنا وايرس د وژل شويو کسانو شمېر د مارچ تر ۲۶ مې پورې تر شلو زرو زيات شوی دی.
د فېسبوک تبصرې