د پاکستان وزيراعظم په سياسي مشرانو غږ کړی چې کورونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي په لړ کې دې د هېواد په بشپړه توګه تړلو تګلارې ته له سره کتنه وکړي.
عمران خان دا خبره د مارچ پر ۲۵مه نېټه د قامي اسمبلۍ سپکير اسد قيصر له خوا د سياسي ګوندونو د پارلېماني مشرانو راغوښتل شوي ويډيويي کانفرنس ته وکړه.
د مارچ پر ۲۴مه نېټه د مسلم ليګ نواز په غوښتنه د اپوزيشن ګوندونو غونډه شوې وه چېپکې پر وزيراعظم غږ شوی وو چې د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې هېواد په مکمله توګه وتړي.
نوموړي وويل چې د هېواد په بشپړه توګه تړل به اقتصادي تاوان ولري. هغه زياته کړه، په تېره بيا د ټرانسپورټ پر تګ راتګ بشپړ بندېز به دده په خبره په هېواد د سامانونو په ترسېل کې لويه ستونزه رامنځ ته کړي. د عمران خان په وينا، په ګلګت بلستستان کې وار له مخه د ټراسپورټ نه چلېدو له کبله د تيلو بحران دی.
د مارچ پر ۲۴مه نېټه د مسلم ليګ نواز په غوښتنه د اپوزيشن ګوندونو غونډه شوې وه چېپکې پر وزيراعظم غږ شوی وو چې د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې هېواد په مکمله توګه وتړي.
په ويډيويي کانفرنس کې د مسلم ليګ نواز مشر او په قامي اسمبلۍ کې اپوزېشن ليډر شهباز شريف او د پيپلز پارټۍ چيرمېن بلاول بوټو زرداري هم ګډون درلود. عمران خان تر خپلو خبرون وروسته غونډه پرېښودله چې ددې په غبرګون کې شهباز شريف او بلاول بوټو له کانفرنس څخه د احتجاج په توګه ووتل.
تر وتو له مخه شهباز شريف وويل چې غونډه په منځ کې پرېښودلو څخه ښکاري چې عمران خان د کورونا وايرس د مخنيوي په اړه څومره جدي دی او دا فکر هم ونکړ چې د کانفرنس تر پای پورې پاته شي.
نوموړي وويل چې پاکستان د خپل تاريخ له لوی ناورين سره مخامخ دی خو دده په وينا د هېواد وزيراعظم په دې اړه روانې غونډې څخه غيرحاضره دی.
له دې ويلو سره شهباز شريف له کانفرنس څخه باييکاټ وکړ.
د کانفرنس تر ختمېدو وروسته بلاول بوټو زرداري خبريالانو ته وويل چې په کومې تېزی سره کورونا وايرس په هېواد کې خپرېږي دې ته په کتو سره بايد وزيراعظم پخپله خپلې تګلارې ته له سره کتنه وکړي.
نوموړي زياته کړه چې که کورونا وايرس خپرېدو ته پرېښودل شوه نو دغه هېواد به يې بيا د کنټرولو توان ونلري.
هغه زياته کړه ، حکومت چې د کورونا وايرس له کبله د رسېدونکي اقتصادي تاوان په اړه کوم اقتصادي پېکېچ اعلان کړی دده په خبره کافي نه دی.
د ټرانسپورټ پر تګ راتګ بشپړه بندېز به په هېواد د سامانونو په ترسېل کې لويه ستونزه رامنځ ته کړي.عمران خان
بلاول بوټو وويل،پکار ده د بې وزله خلکو لپاره د روغتيا سهولتونه برابر شي او دارنګه پر اقتصادي حالت هم نظر وساتل شي.
هغه وويل، بايد له غريبو کورونيو سره د مياشتې ۱۸ زره روپۍ مرسته وشي.
په پاکستان کې د مارچ تر ۲۶مې پورې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۰۹۰ ته رسېدلی خو له تېرو څو ورځو راهیسې د ناروغانو په شمېر ورځ تر بله زياتوالای ليدل شوی دی.
په دې هېواد کې وايرس اته کسان وژلي دي.
کورونا وايرس د چين په اوهان کې لومړۍ پېدا شوی وو چې وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو.تراوسه تر څلور نيم لکه زيات کسان په وايرس اخته شوي او تر ۲۰ زره زيات يې وژلي دي خو تر يو لکه زيات کسان رغېدلي هم دي.
د فېسبوک تبصرې