د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا: پاکستان د فاټا او هند د کشمير سره يو شان سلوک کړی


مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

 د جمعيت علمای اسلام (ف)‌مشر مولانا فضل الرحمن وايي د قبايلي سيمو سره زیاتی شوی او پر هغو وعدو عمل نه دی شوی چې په خېبر پښتونخوا کې د دې سيمو د شاملولو په وخت شوې وي.

نوموړي د مارچ په ۲۴مه د مشال راډيو همکار،‌منور شاه سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې فاټا د خېبر پښتونخوا سره شامله کړل شوه خو حکومت هغه مراعات ورته ورنه کړل چې د نورو صوبو خلک یې لري. مولانا فضل الرحمن زياته کړه چې د پاکستان حکومت د فاټا او هند د جمو کشمير سره کړی سلوک يو شان دی.‌ د هغه ګوند دريځ لري چې فاټا بايد په خېبر پښتونخوا کې نه وای شامله شوی. دوی اوس هم قبایلي ضلعو ته د ځانله صوبې غوښتونکي دي.

مولانا زياته کړه: (په کشمير کې هم له انساني حقونو سرغړونې کېږي. په قبايلي سيمو کې هم کېږي.))

پاکستان په ۲۰۱۸ کال کې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړي. هند تېر کال په قانون کې د بدلون په کولو سره د جمو کشمير ځانګړی حیثیت ختم او په دوو برخو یې تقسيم کړ. لداخ یې بېل او جمو یې بېل کړ. پاکستان چې پر دې سيمې دعوه لري، پر دې پرېکړې احتجاج کړی دی. خو مولانا فضل الرحمن وايي دا احتجاج ډېر کمزوری وو.هغه همداراز وويل د پاکستان حکومت پر دې مسله خاموشي اختيار کړې ده.

مولانا فضل الرحمن د مشال راډيو سر په خبرو کې وويل چې د افغانستان لپاره د طالبانو او امريکايانو تر منځ د سولې په تړون کې پاکستان مثبت کردار ترسره کړی دی. د هغه په وېنا هيله لري چې دا تړون به عملي شي.

نوموړي په دې مرکه کې پر کورونا وایرس هم خبرې کړې دي. هغه پر حکومت تنقید وکړ چې د دې وايرس د خورېدو مخنيوي لپاره یې اعلانونه ډېر کړي خو خلک یې لا هم په کورونو کې نه دې محدود کړي. مولانا فضل الرحمن زياته کړه چې د دې وایرس د خورېدو مخنيوي لپاره دوی د نورو ګوندونو په شان د خلکو عامه پوهاوي لپاره کوښښ‌کوي.

د مولانا فضل الرحمن مرکه دلته اورېدلی شئ

مولانا فضل الرحمن سره په روانو حالاتو ځانګړې مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG