طاریق ارين نن رسنيوو ته په لېږلي پېغام کې ويلي: په برید کې مرګ ژوبله شته خو تر اوسه یې کره شمېر نه دی معلوم.
د افغانستان سرښار کابل په شوربازار کې دا بريد هغه مهال وشو چې وسله وال پر عبادت بوختو سيکانو درمسال ته ننوتل. د افغان سیکانو د ټولنې استازي او پارليمان غړي، نرېندر سينګ خالصه نن د ازادي راډیو ته وویل چې د حملې په وخت لږ تر لږه يو نيم سل کسان په درمسال کې وو.
خالصه وايي چې د حملې په ځای کې ډېرې هغه ښځې او کوچنیان دي چې د سهار د عبادت لپاره تللي وو.
د حمله کوونکو شمېر هم لا نهدی څرګند.