د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: غزني کې چاودنې پنځه کسان وژلي

د غزني نقشه
د غزني نقشه

د افغانستان په غزني کې د سړک غاړې ماین چاودنې د څلورو پولیسو په ګډون پنځه کسان وژلي دي.

د غزني امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت مشال راډیو ته وویل چې دا چاودنه د مارچ پر ۲۳مه د غزني د ده یک ولسوالۍ په خشک سیمه کې د پولیسو پر موټر شوې ده.

چا تر اوسه د دې چاودنې زمه واري نده منلې.

بل پلو د کندوز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري مشال راډیو ته ویلي چې د وسله والو طالبانو په ډزو درې کسان وژل شوي دي.

د ده په وینا ، دا پېښه تېر ماښام د کندوز ښار خان اباد بندر ته څېرمه شوې ده.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG