د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشرغني: د امريکا مرستې کمول به اغېز ونکړې، مسيله به په خبرو حلوو


 اشرف غني او مايک پومپيو د مارچ پر ۲۳مه په ارګ کې ملاقات پر مهال
اشرف غني او مايک پومپيو د مارچ پر ۲۳مه په ارګ کې ملاقات پر مهال

افغان ولسمشر د امريکا له لورې د مرستو کمولو په غبرګون کې ويلي چې مرستې کمول به هيڅ اغېر ونکړي.

البته اشرف غني د مارچ پر ۲۴مه په ويډيويي پيغام کې زياته کړې چې ددې موضوع حل به د خبرو اترو له لارې راباسي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه په مرستو کې د یو ارب ډالرو کمولو اعلان کړی دی او ویلي یې وو چې له افغانستان سره د خپلې همکارۍ پر کچه هم له سره غور کوي.

امريکا ولې افغانستان ته مالي مرستې کموي؟
امريکا ولې افغانستان ته مالي مرستې کموي؟

امريکا دا ګام له هغه وروسته واخيست چې ددې هېواد بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د مارچ پر ۲۳مه کابل ته د سفر پر مهال په دې کې ناکام شو چې د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجراییه ریس عبدالله عبدالله ترمنځ د واک پر سر روغه جوړه وکړي.

مایک پامپیو د مارچ پر ۲۳مه ناوخته په خپاره کړي بیان کې ویلي چې له یو مهم پېغام سره کابل ته تللی وو او افغان مشرتابه ته یې ویلي چې د افغان ولس په خاطر دې د واک پر سر له یو بل سره معامله وکړي.

نوموړي ویلي چې امریکا پر دې ډېره خفه ده چې غني او عبدالله د داسې حکومت پر جوړولو نه دي سلا شوي چې ټول پکې شامل وي.

اشرف غني ددې په غبرګون کې وويل چې له پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره يې مذاکرات درلودل او غوښتل يې د سولې پروسه کې ورته ارزښتمنه ونډه ورکړي، خو دده په وينا هغه په یوه شپه کې د اساسي قانون د تغییر غوښتنه درلوده.

د مایک پامپیو په وینا ، د دوی دې ناکامۍ د امریکا او افغانستان اړیکې اغېزمنې کړې دي او هغو افغانانو ، امریکایانو او اتحادیانو ته یې بې احترامي کړې ده چې د افغانستان د نوي راتلونکي لپاره وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ولسمشريزه انتخاباتو په پايلو کړکېچ رامنځ ته شوی وو. ددې هېواد انتخاباتو خپلواک کميسون محمد اشرف غني بريالی اعلان کړی وو خو د هغه سيال عبدالله عبدالله نتیجې ونه منلې او ځان يې کاميابه اعلان کړ.

مايک پومپيو د مارچ پر ۲۳مه نېټه په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وليدل.
مايک پومپيو د مارچ پر ۲۳مه نېټه په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وليدل.

نوموړي ویلي چې امریکا پر دې ډېره خفه ده چې غني او عبدالله د داسې حکومت پر جوړولو نه دي سلا شوي چې ټول پکې شامل وي.

د مایک پامپیو په وینا ، د دوي دې ناکامۍ د امریکا او افغانستان اړیکې اغېزمنې کړې دي او هغو افغانانو ، امریکایانو او اتحادیانو ته یې بې احترامي کړې ده چې د افغانستان د نوي راتلونکي لپاره وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ولسمشريزه انتخاباتو په پايلو کړکېچ رامنځ ته شوی وو. ددې هېواد انتخاباتو خپلواک کميسون محمد اشرف غني بريالی اعلان کړی وو خو د هغه سيال عبدالله عبدالله نتیجې ونه منلې او ځان يې کاميابه اعلان کړ.

وروسته اشرف غني په ارګ کې د ولسمشر او عبدالله عبدالله هم په هغه ورځ په سپېدار مانۍ کې د ولسمشر په توګه لوړې وکړې.

د امريکا تر هڅو وروسته هم دواړه جوړجاړې ته ونه رسېدول چې ورسره د طالبانو او امريکا ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د سولې هوکړه له خنډ سره مخامخ شوې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG