د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: ګرځبدندېز به د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي


عمران خان
عمران خان

د پاکستان وزيراعظم ویلي، د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې ګرځبندېز لګول به منفي اغېز ولري.

د مارچ پر۲۴ مه نېټه په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال عمران خان وویل چې ګرځبندېز لګول به د هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي.

نوموړي وويل چې ټول هېواد تړل شوی دی خو يو وخت داسې هم راتلای شي چې وضعيت به ښه شي او بیا به يوازې هغه سيمې ښايی وتړل شي چې پکې کورونا وايرس وي.

د پټروليم مصنوعاتو کې ۱۵ روپۍ کمۍ شوی دی او خلک کولای شي د ګېس او بجلۍ بلونه په قسطونو کې اداکړي.
عمران خان

عمران خان وويل چې د خلکو ويره تر کورونا وايرس زياته خطرناکه ده.

وزيراعظم زياته کړه چې د پټروليم مصنوعاتو کې ۱۵ روپۍ کمۍ شوی دی او خلک کولای شي د ګېس او بجلۍ بلونه په قسطونو کې اداکړي.

نوموړي وويل چې د طبي مرستو لپاره يې ۵۰ اربه روپۍ اېښودي دي او د خوړو پر توکو يې هم ټېکس کم کړی دی.

کاروباريانو ته درسېدوتکې زيان په اړه عمران خان اعلان وکړ چې برامدونکيو ته به ۱۰۰ اربه روپۍ ټېکس بېرته ورکوي.

د کورونا وايرس د خپرېدو مخنيوي په لړ کې د پاکستان حکومت په ټول هېواد کې د مساپر وړونکو اورګاډو تګ راتګ د مارچ تر ۳۱مې وځنډوی.

دا په دسې حال کې ده چې په دې هېواد کې د مارچ تر ۲۴مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېره ۹۱۶ ته رسیدلې ده. بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله اووه کسان مړه شوي هم دي.

د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سند صوبه کې په ۴۰۷، په پنجاب کې ۲۶۵، په بلوچستان کې ۱۱۰، په خيبر پښتونخوا کې ۳۸، په اسلام اباد کې ۱۵، او په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۸۱ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سند صوبه کې په ۳۹۴، په پنجاب کې ۲۶۵، په بلوچستان کې ۱۱۰، په خيبر پښتونخوا کې ۳۸، په اسلام اباد کې ۱۵، او په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۸۱ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې له دې وايرسه تر ۱۶ زره اووه سوه زيات کسان مړه شوي او تر تر درې لکه ۸۶ زره زيات په اخته شوي دي. په دغو کې څه باندې يو لک بېرته رغېدلي هم دي.

په خیبر پښتونخوا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۳۸ ته رسېدلی دی.

دا خبره د اطلاعاتو صوبايي وزارت او د صحت صوبايي محکمې له خوا د مارچ پر ۲۳ مه په خپرو کړو معلوماتو کې شوې ده.

دوي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۵ مشکوک ناروغان موندل شوي چې ورسره تر اوسه د مشکوکو ناروغانو شمېر تر ۴۰۰ سوه اوښتی دی.

د پېښور تړلي بازارونه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د دوي په وینا ، د ۱۲۰ کسانو ټسټونه منفي راغلي دي خو د ۲۹۰ کسانو تیجې لا نه دي راغلې.

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس له کبله تر اوسه درې کسان مړه شوي هم دي.

بل پلو د صوبې وزیراعلا محمود خان د مارچ پر ۲۳مه په یو ویډیويي پېغام کې اعلان کړ چې له ننه[مارچ ۲۴مې]به د مارچ تر ۲۸ مې پورې په صوبه کې عامه رخصتي وي او ټولې سرکاري او غیر سرکاري ادارې به تړلې وي.

نوموړي د بازار او مارکېټونو تړلو موده هم د مارچ تر ۲۹ غځولې ده.

بلوچستان / کورونا

د بلوچستان حکومت دمارچ ۲۴مې۱۲ بجو د ټولو ضلعو ترمنځ پر هر رنګ تګ راتګ بندیز لګولی دی.

په بلوچستان کې د ضلعو ترمنځ د ټرانسپورټ پر تګ راتګ بنديز لګول شوی دی.

د کورنیو چارو صوبايي وزارت په یو بیان کې دا اعلان هم کړی چې په ټوله صوبه کې پر هر ډول غونډو بندیز وي او هم به ټولې سرکاري او غیر سرکاري ادارې تړلې وي.

په بیان کې ویل شوي چې د کور نۍ يوازې یو کس کولای شي چې د ضرورت سامان اخیستلو پسې را ووځي.

کورونا / نړۍ

د صحت نړیوالې ادارې پر نړۍ غږ کړی دی چې د کورونا وایرس په چټکۍ پراخېدونکی دی خو بیا هم تر اوسه د دې حالت بدلول ممکن دي.

د یادې ادارې مشر ټیدروس ا‌ډهانم دا خبره د مارچ پر ۲۳مه د فټ بال نړیوالې ادارې له مشره ګیاني انفین تینو سره ګډې خبرې غونډې ته کړې ده.

ټیدروس ا‌ډهانم ویلي چې په لومړیو ۶۷ ورځو کې دا وایرس په نړۍ کې ۱۰ زره کسانو ته لګېدلی وو خو بیا په یوازې څلور ورځو کې له دوه لکو تر درې لکو ورسېدی.

ټیدروس ا‌ډهانم
ټیدروس ا‌ډهانم

نوموړي زیاته کړې چې هیوادونه باید سختې معاینې پیل کړي او په هغه خلک معلوم کړي چې په کورونا وایرس له اخته شوو کسانو سره نژدې پاته شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر تر ۱۶ زره اوښتی دی او په مجموعي توګه یې په نړۍ کې لږ تر لږه درې لکه ۶۷ زره کسان نیولي دي.

تر ټولو زیات په یورپ او په ځانګړې توګه اټلي ، سپېن ، فرانس او جرمني کې په چټکۍ خپرېږي.

د صحت او فټ بال نړیوالو ادارو په شریکه د کورونا وایرس پرضد په خلکو کې د پوهاوي خپرولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG