د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د کورونا مخنیوي لپاره بندیان خوشي‌ کوي‌


هلمند زندان مخې ته په ۲۰۱۸م کال کې بنديان د ولسمشر غني په امر د خوشي کېدو په انتظار (ارشېف)

پراګ - د افغانستان حکومت وايي‌ چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره به په احتیاطي تدابیرو کې ډېر ژر یو شمېر کسان له جېلونو او بنديخانو خوشي‌ کړي.

د ولسشمر یو ویاند دوا خان مینه پال مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه د مارچ ۲۲مې په شپه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ کې غونډه وشوه چې اړوند لوړپوړو چارواکو پکې ګډون درلو‌د.

دوا خان مینه ‌پال وویل چې زندانونو ‌ذمه واره اداره او عدالتي‌ چارواکي‌ به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د دې بندیانو د خوشي‌ کولو لپاره یو ځانګړې تګلاره جوړوي‌ او ولسمشر ته به یې وړاندې کوي.

نوموړي‌ که څه هم د خوشي‌ کېدونکو بندیانو شمېر یاد نه کړ خو ویې ویل چې دا به هغه بندیان وي چې تر اوسه یې مقدمې فیصله شوې نه دي.

افغان حکومت وايي دا ګام د دې لپاره پورته کوي چې د صحت وزارت له لار ښوونو سره سم په بندیخانو کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صحت وزارت په وینا د مارچ تر ۲۲مې په دې هیواد کې کورونا وایرس ۴۰ وهلي چې یو پکې مړ شوی هم دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړې استازي زلمي خلیلزاد هم څو ورځې وړاندې له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د ده په وینا وخت ډېر حساس دی او د بندیانو خوشي کېدو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

ایران په نړۍ کې کورونا ځپلې دریم هیواد دی او د یاد هیواد حکومت هم تېره اونۍ د دې لپاره تر ۸۰ زره زیات بندیانو خوشي‌ کړي وو چې د کورونا وایرس د لا خپرېدو مخه ونیسي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې - هیومېن رایټس واچ پر پاکستان هم غږ کړی وو چې هم دې په جېلونو بندیانو ته د صحت ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي او هم دې هغه بندیان خوشي کړي چې ډېر خطرناک نه دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د مردان سرکاري روغتون انلاین او پي ډي چلوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG