د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د مدني فعال کرامت خان خپلواک مړی خاورو ته وسپارل شو


نن چارشنبه په خوست کې د مخکښ مدني فعال کرامت خان خپلواک جنازه د دوی په پلرنی هدیره د متون په ابشخېلو کې خاورو ته وسپارل شوه.

۴۶ کلن کرامت خان خپلواک په دې ولایت کې د یو شمېر مدني بنسټونو مشر پاتې شوی او تر دې مخکې يې د خوست ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

نوموړي له اوږدې ناروغی وروسته د سې شنبې په ورځ د اسلام اباد په یو روغتون کې ساه ورکړه.

د خوست یو شمېر مدني فعالانو او روڼ اندو چې د مخکښ مدني فعال او پخواني ښاروال کرامت خان خپلواک د جنازې په مراسمو کې يې برخه اخیستې وه، وویل کرامت خان خپلواک ښاریان، سوداګر او پانګوال وهڅول، چې د ښار د پاکولو په برنامو او حشرونو کې برخه واخلي او د ښار په ښکلا او پرمختیايي چارو کې شخصي پانګونه وکړي.

دوی زیاتوي، مخکې به ښار کې د باران اوبه ډنډ کیدې، خو ده د خپل ماموریت پر مهال له ښار څخه شمل خوړه ته یو اوږد کانال ویست او دا ستونزه يې تر ډېره بریده حل کړه.

په خوست کې د بدلون او یووالي بنسټ مشر عبدالولي واحدزي مشال راډیو ته وویل:

(د دولت د بودجې سپما او د خلکو ګډون او مشارکت د ښار په جوړولو کې همدارنګه حشرونه يې عام کړل، تر څو خلک ښار د خپل کور په شان پاک او صاء وساتي، دده په وخت کې د ښار د ماسټر پلان طرحه جوړه شوه او هغې لپاره ټیمونه راوبلل شول، دی له ښاره قرضداره ووت، په ښار کې باراني اوبه یوه لویه ستونزه وه، د هغې لپاره يې داسې کانال ویست، چې نن هم خوستوال دعا ورته کوي).

عبدالولي واحدزي له ولایتي ادارې او مرکزي حکومت وغوښتل، چې په ښار کې یو داسې ځای د کرامت خان خپلواک په نوم ونوموي، چې د هغه نوم ورسره ژوندی پاتې شي.

د کرامت خان خپلواک په جنازه کې له ځايي خلکو سربیره سلګونو نورو خوستوالو هم برخه اخیستې وه.

شاعر او لیکوال زاهدشاه انګار وايي، کرامت خان خپلواک نه یوازې یو مدني فعال، د ښار د سوداګرو اتحاديې مشر او مخکې ښاروال وو، بلکې د کلتوري ټولنو او رسنیو په تقویه کې هم ښه ونډه درلوده.

د خوست د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان وویل، کرامت خان خپلواک د خوست د ابادۍ لپاره ډېرې هیلې درلودې، دې هدف لپاره يې زیاته مبارزه وکړه، غوښتل يې دلته ډېر بدلونونه وویني، خو په فساد کې د ځینو ښکیلو کړیو او اشخاصو لخوا هغه دې ارمان ته ونه رسید.

ولي مت خان خادم او صاحب ګل فرهاد چې په مدني فعالیتونو کې د کرامت خان خپلواک ملګري پاتې شوي وايي، هغه یو مبارز او پاک انسان وو او تشه به يې تر ډېره محسوسه وي.

د مخکښ مدني فعال او پخواني ښاروال کرامت خان خپلواک د جنازې ګډونوالو دیني عالمانو هم په خپلو خبرو کې ټولنیز خدمتونه او د ولس ستونزو ته رسیدنه د ډېر اجر او ثواب کارونه وبلل او په خپلو خبرو کې يې خلک ولسي خدمتونو ته وهڅول.

انځورونه، ویډیوګانې

هندي وګړي د سرو زرو تمبوزک وهلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG