د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیروز: افغانستان کې کورونا لوی ناورين رامنځته کولی شي


د افغانستان د عامې روغتيا وزیر فیروز الدين فیروز
د افغانستان د عامې روغتيا وزیر فیروز الدين فیروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فيروز الدین فيروز وايي، افغانستان له یوه ملي ګواښ سره مخ دی او که ورته جدي پام ونه‌شي، لوی ناورین به رامنځته شي.

فیروز نن د مارچ په ۱۶مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د کرونا وایروس ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او یوه هم تر څېړنې لاندې دی.

هغه زیاتوي، افغانستان په روغتیايي بیړني حالت کې دی او ټول روغتیايي کارکوونکي له دې وایروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.

هغه زیاته کړه: "موږ له یو ملي ګواښ سره مخ یوو، د عامې روغتیا وزارت له دې بدې پدیدې سره د مبارزې یو مهم ادرس دی، پر خلکو هم غږ کوم چې هر یو مو یوه رسنۍ شئ، هر یو مو یو روغتیايي مبلغ شئ، زموږ ساده پیغامونه نورو ته ورسوئ او پرې عمل وکړئ، څو خپل خلک له دې شر څخه وژغورو."

د عامې روغتیا وزیر داسې مهال د ملي ګواښ خبره کوي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وایروس ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان په ټولو ګاونډيو هېوادونو کې کورونا راښکاره شوی دی. له همدې کبله یې د چين، ايران او پاکستان سره لارې تړلي دي.

بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني وايي نن وويل چې د کرونا وایروس له کبله د پوهنې وزارت باید د ښوونځیو د رخصتۍ یا د دې رخصتۍ د مودې غځېدو پر مهال د زده کوونکو بوخت ساتلو په خاطر د تدریس لپاره پر مشخصې برنامې کار وکړي.

ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر محمد اشرف غني نن د ویډیو کنفرانس د پوهنې وزارت له مسئولانو سره په خبرو کې ویلي، پوهنې وزارت باید د کرونا وایروس احتمالي خپرېدو په خاطر د ښوونځیو د رخصتۍ پرمهال د پوهنې ټلویزیون له لارې د لرې زده‌کړو (انټرنیټ) پر برنامې تمرکز ولري، څو له ممکنه لارو څخه د زده کوونکو د تدریس سلسله دوام ومومي.

XS
SM
MD
LG