د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د روغې جوړې شورا جوړېږي: محمد محقیق


محمد محقیق
محمد محقیق

پراګ - د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان مشر محمد محقق وايي، د ګوندونو او سیاستوالو لخوا د مصالحې د شورا د جوړېدو په هدف هڅې روانې دي.

بلخوا د ولسمشر ماڼۍ د افغانانو او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره، د یوه پراخ پلاوي پر جوړولو بوخته ده.

محمد محقق وايي، له طالبانو سره به د پلاوي د خبرو د مشرۍ چارو واک له دې جرګې سره وي.

نوموړي د مارچ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، چې دغه شورا به د ولسمشر ماڼۍ یا ارګ تر چتر لاندې نه وي خو هڅه کېږي چې، د ارګ استازي هم په کې شامل وي.

هغه زیاته کړه: "کار روان دی، د مشرتابه عالي شورا به جوړه شي چې، د افغانستان د ټولو خلکو د ارادې ممثله وي، دغه شورا به جامع وي یعنې په جوړښت کې به یې سیاسیون او ارګ شامل وي."

د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد مشال رادیو ته وویل، د مصالحې شورا به پراخه وي خو د ده په خبره د جوړښت چارې یې لا نه دي بشپړې شوي.

هغه زیاته کړه: "له طالبانو سره به مذاکره کونکی پلاوی دغې شورا ته راپور ورکوي او سپارښتنې به یې اخلي، ټولې پرېکړې چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې کېږي، د دغې شورا له نظره به تېرېږي، عمومي نظر دادی چې، حکومت به هم په کې شامل وي."

په دې اړه په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو د مشرانو او ځینو موثرو څېرو د دوو ناستو په اړه خبرونه خپاره شوي دي.

دا خبرونه وايي چې په دغو ناستو کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار، عبدالله عبدالله، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، انوارالحق احدي، سید حامد ګیلاني ،حاجي دین محمد او یو شمېر نورو پېژندل شويو سیاسي کسانو برخه لرله.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه، د مصالحې د شورا د جوړېدو په تړاو د روانو هڅو په اړه څه نه دي ویلي.

خو په عامه او سټراټیژیکو اړیکو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر وايي، د مذاکره کونکي پلاوی نوملړ بشپړ شوی او د مذاکراتو د نېټې له روښانېدو سره به اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي‌ تړون ۱۵ ورځې شوې دي‌ خو لا هم د سولې لپاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو د پیل پر لور د پرمختګ په اړه څه نه دي ویل شوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ پر ۲۹مه په لاسلیک شوي تړون کې ویل شوي وو چې افغان حکومت به د مارچ تر ۱۰مه وړاندې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان به د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي کوي او له هغه وروسته به د مارچ له ۱۰مې د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې پیلېږي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني که څه هم لومړی وویل چې د بندیانو د خوشي کولو لپاره هیڅ تړون نه دی شوی خو بیا یې د دویمې دورې لپاره د لوړې تر کولو یوه ورځ ورسته‌ د مارچ پر ۱۰مه اعلان وکړ چې په راتلونکو اونیو کې به ۱۵۰۰ طالب بندیان خوشي‌ کړي‌ خو هر یو به دا لیکلي‌ ورکوي‌ چې بیا به جګړې ته نه ځي.

اکانومیسټ مجلې په یو لیکنه کې کښلي‌ چې که چیرې په خبرو اترو کې پرمختګ وشي نو به افغان حکومت هرې دوې اونۍ وروسته پنځه سوه طالب بندیان خوشي‌ کوي‌ چې ورسره به ۵۰۰۰ پوره شي.

وسله والو طالبانو د ولسمشر اشرف غني دا وړاندیز رد کړی دی. هغوي‌ وايي‌ چې د امریکا له خوا له دوي سره په تړون کې د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشي‌ کېدو ژمنه شوې وه.

رپورټ: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG