د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له سبا افغانستان او ایران سره پولې تړلي‌


تورخم دروازه
تورخم دروازه

اسلام اباد - د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي‌ لپاره د مارچ له ۱۶مې له ایران او افغانستان سره د پولو تړلو پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د قامي سلامتیا کمیټۍ په غونډه کې شوې ده.

د روغتیا په څانګه کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې یوازې د لاهور، اسلام اباد او کراچۍ هوايي میدانونه به د نړیوالو پروازونو پر وړاندې خلاص وي.

ډاکټر ظفر مرزا وویل ، "د اپریل تر پنځمې به په ټول پاکستان کې سرکاري او شخصي تعلیمي ادارې بندې وي ، د پاکستان د ورځې په مناسبت د مارچ ۲۳مې خصوصي پریډ به هم نه کېږي او پر نورو ولسي غونډو هم بندیز لګول شوی دی."

په پاکستان کې د کرکټ ټورنامنټ - پاکستان سوپر لیګ - پاتې لوبو ته د نندارچیانو نه ور پرېږدو پرېکړه شوې ، په ښادي هالونو کې پر ودونو بندیز لګول شوی او سینیماګانې به هم بندې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډاکټر ظفر مرزا په وینا ، له تازه معلوماتو سره سم په پاکستان کې د کورونا وایرس د ۲۸ ناروغانو پخلی شوی دی.

د مارچ پر ۱۳مه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې اپوزیشن ګوندونو د کورونا وایرس مخنیوي په لړ کې پر حکومتي تګلارو نیوکې کړې دي.

د اپوزیشن غړیو تور پورې کړ چې حکومت د وایرس مخنیوي لپاره سم اقدامات نه دي کړي.

د مسلم لیګ نون یو مخکښ شاهد خاقان عباسي وویل یوازې په سند او بلوچستان کې د وایرس د مخینوي لپاره ګامونه پورته شوي خو په نورو صوبو او وفاق کې قامي پالیسي نه ترسترګو کېږي.

نوموړي وویل د کورونا وایرس د مخنیوي پر لارو چارو د غور لپاره یوه مشترکه غونډه پکار وه ځکه چې دا په ملک کې یو بېړنی حالت دی او عملي ګامونه ضروري دي.

د پیپلز ګوند غړي راجه پرویز اشرف وویل تر اوسه د دې وایرس علاج نشته، نو ځکه بیړنې حالت اعلانول او ولس کې پوهاوی خپرول پکار دي.

د راجه پرویز اشرف په وینا ، د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف وفاقي حکومت پر دې مسله سترګې پټې کړې دي.

خو د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود وویل ، د اپوزېشن دا تورونه بې ځایه دي‌ چې ګواکې حکومت په حالاتو نا خبر دی او ضروري ګامونه یې نه دي پورته کړي.

بل پلو له ایران سره پر پوله پراته د بلوچستان په تفتان ښار کې تر ۲۰۰۰ زیاتو کسانو د طبي ماهرینو تر څارنه لاندې ټاکلې ۱۴ ورځې پوره کړې دي.

دا کسان د ملک د بېلا بېلو صوبو دي او اوس د ۵۰ موټرو په کاروان کې‌ امنیتي ځواکونو د خپلو صوبو پر لور روان کړي‌ دي.

دا ټول هغه کسان دي چې له ایران څخه ستانه شوي وو او د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره په تفتان کې تر څارنه لاندې ساتل شوي وو.

د تفتان چارواکي‌ وايي‌ چې تر اوسه له ایران څخه څه کم ۶۰۰۰ زایرین پاکستان ته ستانه شوي چې ۴۱۵۷ تر څارنه لاندې ساتل شوي دي.

دوي‌ وايي ځینې کسان چې په پټه تېر شوي وو په هغوي کې ۱۲۷ د کوټې په هزارګنجۍ کې نیول شوي او تر څارنه لاندې دي.

د بلوچستان حکومت په عین حال کې بېګا اعلان کړی دی چې د مارچ له ۱۴مې به په ټوله صوبه کې ۱۴۴ دفعه عملي‌ وي‌ چې له مخې به یې ۱۰ یا تر هغه زیات کستان پر یو ځای نشي را غونډېدای.

XS
SM
MD
LG