د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د خيبرپښتونخوا له سياستوالانو سره ليدلي


ولسمشر غني په ارک کې له پښتنو سیاستوالانو سره د لیدو پر مهال.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر پاکستاني پښتنو سیاستوالانو سره ملاقات کړی دی.

د ولسمشر دفتر په بيان کې ویل شوي چې سیاستوالان چې د اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته ته تللي ول د مارچ پر ۱۱مه له ولسمشر سره وليدل.

په دوی کې افتاب احمدخان شېرپاو، فرحت الله بابر، افراسیاب خټک، بشیر احمدبلور، محمود خان اڅکزي، محسن داوړ او بشرا ګوهر وو چې دوی اشرف غني ته د دویم ځل لپاره د ولسمشر پر ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

دغو پښتنو سیاستوالانو د سولې هلو ځلو ته په اشاره ولسمشر غني ته وویل، "سوله زموږ د ټولو ګډه هیله ده، په دې لړ کې ستاسو هڅې د قدر وړ دي او په افغانستان کې به د تلپاتې سولې، ثبات او پرمختګ لامل شي."

هغوی زیاته کړه، د افغانستان امن د ټولې سیمې او په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا او بلوچستان لپاره چې جنګ او ترهګرۍ سخت ځپلي، ځانګړی ارزښت لري.

ولسمشر غني سیاستوالانو ته وویل، باثباته، خپلواکه او پیاوړی اقتصاد لرونکی افغانستان د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په امنیت مثبت اغېز لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG