د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ په کوټه کې جلسه اعلان کړې


د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ کال د مارچ نهمې د جلسې عکس (ارشېف)
د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ کال د مارچ نهمې د جلسې عکس (ارشېف)

پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې چې په بلوچستان کې د امنيت وضع خرابه شوې چې پر ضد به يې د مارچ پر ۲۹مه نېټه جلسه کوي.

د غورځنګ مشرانو او پلويانو د مارچ پر ۱۱ مه نېټه په کوټه کې د خبرې غونډې پر مهال ادعا وکړه چې د صوبايي حکومت د امنيت په خوندې کولو کې پاته راغلی دی.

د غورځنګ کوارډينېټر نور باچا تر خبرې غونډې وروسته مشال راډیو ته وويل چې امنيت دومره خراب شوی چې په دې وروستيو کې په کوټه، ګلستان او پشين کې چاودنې شوې دي.

هغه زياته کړه چې دوی د عدم تشدد له لارې خپل حقونه غواړي.

په کوټه کې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۱۷مه د شوې چاودنې عکس (ارشېف)
په کوټه کې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۱۷مه د شوې چاودنې عکس (ارشېف)

خو د بلوچستان حکومت پخوا هم د داسې تورونو په اړه ويلي چې امنيتي وضع ښه ده او دوی هڅه کوي چې ورانکارې له منځه یوسي.

نورباچا دا تور هم ولګاوه چې د بلوچستان په پښتني سيمه کې پر وسايلو قبضه روانه ده خو هغه دا ونه ويل چې څوک يې کوي؟

د خبرې غونډې پر مهال د بلوچستان نېشنل ګوند د کوټې مشر ملک مجيد کاکړ مشال راډیو ته وويل چې د پښتنو په سيمو کې د خلکو پر مځکو قبضې روانې دي او حکومت بايد ددې مخه ونيسي.

هغه تور پورې کړ چې "رياستې ادارو" پر کوله، کرومايټ او نورو شيانو "قبضه" کړې چې دده په ادعا ان حالت دې ته رارسېدلی چې د دوی اوس پر مځکو هم "قبضې" روانې دي.

خو نوموړي د خپل دې تور په ملاتړ کې يې ثبوت وړاندې نکړ.

مشال راډیو ددې تورونو په اړه د حکومتي غبرګون مالوملو لپاره د بلوچستان حکومتي وياند لياقت شاهواني سره د تماس نيولو هڅه وکړه خو بريالۍ نشوه.

څوکچې د سولې او حق خبرې کوي پر هغو د ترهګرتورونه لګېږي.
سيد زبير اغا

په خبرې غونډه کې موجود د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال سيد زبير اغا غوښتنه وکړه چې بايد حکومت په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال خلکو ته د رسېدلو تاوانونو معاوضې ورکړې.

هغه زياته کړه چې که څوک د سولې او حق خبرې کوي نو دده په خبره پر هغو د ترهګرتورونه لګېږي.

دده په خبره، دوی د پښتنو او بلوڅ ځوانانو د وژنو پرضد رواتلي دي او هم ددې غوښتنو په ملاتړ به د مارچ پر ۲۹مه نېټه په کوټه کې جلسه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG