د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۱۹ ته ورسېد


پاکستان له ایران سره پر پوله د قرنطین ګڼ مرکزونه جوړوي.

د پاکستان د روغتیا وزارت وايي، په هغه هېواد کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

دا خبره د وزارت یوه چارواکي ډاکتر عرفان طاهر بېګا مشال راډیو ته وکړه.

په عین وخت کې د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني بېګا ویلي چې له ایران سره پر پوله د قرنطین څلور مرکزونه موجود دي او پېنځه نور ځایونه جوړوي.

د ده په خبره، په کوټه کې یې هم د ۱،۰۰۰ کسانو لپاره د قرنطین مرکز پر جوړولو کار کړی دی.

د پاکستان حکومت د فبرورۍ له ۲۲مې څخه له ایران سره پوله تړلې ځکه چې په هغه هېواد کې ګڼ کسان نوي کورونا وایرس ناروغه کړي دي.

شاهواني زیاته کړه چې له افغانستان سره پر پوله په چمن کې هم قرنطین مرکز جوړوي.

بلې خوا ته د خیبر د روغتیا څانګې مشر ډاکتر طارق حیات د مارچ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پر تورخم هم هره ورځ له افغانستانه ورغلي کسان معاینه کوي.

دی وايي، د لواړګي په روغتون کې یې ناروغانو لپاره ځای بېل کړی او د پېښور پولیس سروېسز روغتون وار له مخه د کورونا وایرس ناروغانو ته ځانګړی شوی دی.

ډاکتر حیات زیاتوي چې د تورخم له لارې په وراوښتي هېڅ کس کې تر اوسه وایرس نه دی موندل شوی. د افغانستان حکومت وايي، په هغه هېواد کې د ناروغانو شمېر پرون اووه ته ورسېد.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG