د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستۍ فعالانې: د ښځو په اړه مثبت بدلونونه مخې ته راغلي


خوستۍ ښځې وايي، د پخوا پرتله د ښځو ژوند ښه شوی
خوستۍ ښځې وايي، د پخوا پرتله د ښځو ژوند ښه شوی

خوست ـ خوستۍ ښځې وايي، د پخوا پرتله د ښځو ژوند ښه شوی او هغوی ته څه نا څه د زده کړو او کار شرایط برابر شوي، خو د هغوی حقونو او اړتیاوو ته باید نوره هم پاملرنه وشي.

هغوی چې د مارچ پر اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې راټولې شوې وې، ویل یې، په ټوله کې د ښځو د کار، زده کړو او حقونو په اړه د ټولنې او کورنیو په نظر کې هم مثبت بدلون راغلی.

د خوست د ښځو چارو رئیسې شافعه نورزۍ مشال راډیو ته وویل، په اوس وخت کې ډېری کورنۍ د خپلو خویندو او لوڼو د زده کړو او کار سره مخالفت نه کوي.

هغې زیاته کړه، د پخوا پرتله په دندو کې هم د ښځو ونډه ډېره شوې او دا غونډه يې ثبوت دی، چې ډیری ګډونوالې يې حکومتي مامورینې، پولیسانې او یا هغه ښځې دي، چې سوداګریزې چارې پرمخ بیايي.

شافعه نورزۍ وړاندې وویل، د ښځو په ژوند کې شته پرمختګونه بسنه کوي او هغوی به د ښځو د ټولو شرعي او قانوني حقوقو د ترلاسه کولو لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

د ولایتي شورا غړې نعت بي بي عمري هم د ښځو په ژوند کې د ښه والۍ خبره کوي او زیاتوي، ښځې اوسمهال د زده کړو، په ټولنیزو برنامو کې د ګډون او دندو د اجراء حق لري، خو دا هر څه بسنه نه کوي.

په ټوله کې د ښځو یوه مهمه غوښتنه هغوی ته په ادارو او کارځایونو کې د مساعد کاري چاپیریال برابرول دي.

نادیه باوري چې پدې وروستیو کې حکومتي دنده اخیستې وايي، د ماشومانو لپاره وړکتونونه، هغوی ته جدا دفترونه، ترانسپورت اسانتیا او نور سهولتونه د ښځو غوښتنې دي.

هغه زیاتوي، دا مهال درې خوستۍ میرمنې رئیسانې دي، خو که نورې مدیریتي برخې هم ور وسپارل شي، هغوی يې د خپلو وړتیاوو له کبله ښې سمبالولی شي.

په غونډه کې ښځو خپلې غوښتنې او ستونزې هم شریکې کړې.

د ښځو د حقونو دوو فعالانو پلوشه او رڼا خوښي څرګنده کړه، چې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې تابیا شوې او هغوی ته دا فرصت برابر شو، چې خپلې هیلې او غوښتنې تر چارواکو ورسوي.

خوست والي محمدحلیم فدايي د مارچ په اتمه کې د ښځو ویناوو او نظرونو ته په کتو رسنیو ته وویل، د هغوی څرګند پیغام دا وو چې نړیواله ټولنه دې یا افغان حکومت له هره پلوه په پښو ودروي او یا دې وسلوال مخالفین افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته کینوي.

د خوست والي په وینا د ښځو غوښتنه دا هم وه، چې هغوی نیمه سوله نه غواړي، یانې د ټولنې نیمه برخه باید له دې پروسې بې برخې نشي او د سولې په موافقو کې باید د ټولنې د ټولو قشرونو مساوي حقوق تضمین شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG