د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې شپږ کسان د ترهګرۍ په تور نیول شوي


په خوست کې نیول شوي وسله وال.
په خوست کې نیول شوي وسله وال.

د افغانستان د خوست ملي امنیت ځواکونو د یاد ولایت په مرکز او اړوندو سیمو کې شپږ کسان د ترهګریزو فعالیتونو او یو کس د موټر تښتونې په تور لاس په لاس نیولي دي.

د مارچ پر اوومه د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته وویل، په نیول شویو کسانو کې دوه تنه د حقاني شبکې د غړیتوب، څلور کسان د هدفي وژنو او یو کس د موټر تښتونې په تور نیول شوی دی.

د خوست مرستیال والي زیاته کړه، یاد کسان په دې وروستیو ورځو کې نیول شوي او ټولو د لومړنیو پلټنو پر مهال په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

عبدالواحد پټان وايي: "د ملي امنیت ځواکونو د دقیقو اطلاعاتو پر اساس چې کوم کسان نیولي دي، په دې کې څلور کسان هغه وو، چې حکومتي کسان به يې تشخیصول او وروسته به يې ترور کول، دوه کسانو په تخریبي او ترهګري اعمالو کې يې لاس وو او یو تن موټرې غلا کولې، چې ټول لاس په لاس نیول شوي دي."

په خوست کې ملي امنیت ځواکونو داسې مهال په ترهګریزو فعالتیونو کې د لاس لرلو په تور له رسنیو سره د یوشمېر کسانو د نیول کېدو خبره کوي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه بمي چاونه کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې ۱۱ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG