کابل - افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان دولت چمتو دی، چې د منل شویو اصولو پر بنسټ له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.
ښاغلي غني نن (د مارچ پر اوومه) د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې د دویم کال کاري ناستې په پرانېستغونډه کې وویل، چې مذاکراتي پلاوی به د مارچ تر ۱۰مې چمتو شي.
هغه وویل: "د مذاکره کونکي پلاوي په ټاکلو کې به موثریت، مشارکت، صلاحیت او روښانه معیارونه په پام کې ونیول شي، د مذاکره کونکي پلاوي غړي باید د اساسي قانون، جمهوریت او د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو مدافعین وي، زموږ د مذاکره کونکي پلاوي غړي به د روان کال د کب پر ۲۰مه (د مارچ پر ۱۰مه) بشپړ شي."
غني له ملي شورا وغوښتل، چې دوه سناتوران چې یوه یې مېرمن او همدا شان پنځه وکیلان چې دوه یې پکې مېرمنې وي، د پلاوی د غړیتوب لپاره تر سبا ارګ ته معرفي کړي.
ولسمشر غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې، چې له مخې یې بین الافغاني مذاکرات پيلېږي، هرکلی وکړ او مهم اقدام یې وباله.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د سولې هوکړه لاسليک شوه. په هوکړه کې راغلي چې طالبان به د مارچ پر ۱۰مه له افغان لوري سره بين الافغاني مذاکرات پيلوي چې په اجنډا کې به يې يوه نکته مستقل او جامع اوربند هم وي.
د تړون له مخې افغان حکومت به د ۲۰۲۰م کال د مارچ تر ۱۰مې، چې د بين الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ کېږي، د طالبانو ۵۰۰۰ بنديان ازادوي او په بدل کې به طالبان د دوی ۱۰۰۰ بنديان ورخوشي کوي. خو تر دې دمه نه خو افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بنديانو خوشي کولو ته زړه ښه کړی او نه هم طالبان له دې پرته له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې که د شوې هوکړې له متن سره سم عمل وشي، او بندیان خوشې شي، د مارچ پر ۱۰مه بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي.
نوموړي د مارچ پر شپږمه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د طالبانو مذاکراتي ډله چمتو، اجنډا تیاره او د شوې هوکړې پر بنسټ مخته ځي.
خو اشرف غني وايي، د یو ولسمشر په توګه هېڅ هیله نه لري چې طالبان دې ورسره بندیان وي، بلکې په خبره یې د بندیانو خوشې کول باید د یوې شفافې پروسې او واضح میکانېزم پر بنسټ ترسره شي او بشپړ اوربند ته لاره هواره کړي.