د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د مزاري پر تلینغونډه برید، ۲۷ کسان وژل شوي


پېښه په کوټه سنګي سیمه کې مخې ته راغلې.

د مارچ په شپږمه، د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د حزب وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین پر مراسمو برید نا معلومو وسله والو وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې په دې برید کې تر اوسه ۲۷ کسان وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان دي. د رحیمي په وینا دا وروستۍ شمېرې نه دي او بدلون په کې راتلی شي.

رحیمي زياتوي، د پوليسو ځانګړو ځواکونو پر مراسمو درې واړه بريدکوونکي وژلي او سيمه يې پاکه کړې ده. دغه بريدګر د غونډې ځای ته څېرمه په يوه نيمه جوړه شوې ودانۍ کې پټ ول او له همهغه ځايه يې د غونډې پر ګډونوالو ډزې وکړې.

تر دې وړاندې د حزب وحدت اسلامي افغانستان ګوند مشر عبدالکریم خلیلي مشال راډيو ته ویلي وو چې په بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۳ ټپیان دي خو په خبره یې ممکن د پېښې تلفات له دې واوړي.

وسله وال غونډې ته څېرمه یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ ته پورته شوي او غرمه مهال يې د غونډې پر مراسمو هغه وخت ډزې پيل کړې چې د سولې د عالي شورا مشر عبدالکريم خليلي وينا کوله.

د راپورونو له مخې په دغو مراسمو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجراییه ریيس عبدالله عبدالله او د هغه مرستیال محمد محقق هم موجود وو خو هغوی ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي خو بل چا هم تر دې دمه د دې بريد مسوليت نه دی منلی.

تېر کال هم د عبدالعلي مزاري د تلین مراسمو بريد شوی و چې لږ ترلږه درې کسان پکې وژل شوي او تر ۳۵ زيات ټپیان شوي ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG