کابل - د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو ډزو کې لږ تر لږه ۲ مړي او ۱۸ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.
افغان چارواکي وايي، وسله وال غونډې ته څېرمه یوې نیمه جوړې ودانۍ ته پورته شوي ول او غرمه مهال يې د غونډې پر مراسمو هغه وخت ډزې پيل کړې چې د سولې د عالي شورا مشر عبدالکريم خليلي وينا کوله.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ويلي چې بريد پای ته رسېدلی او سيمه د افغان ځواکونو په ولکه کې ده.
د راپورونو له مخې په دغو مراسمو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجراییه ریيس عبدالله عبدالله او د هغه مرستیال محمد محقق هم موجود وو خو هغوی ته پکې زیان نه دی رسېدلی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ټویټر پاڼه دغه برید د ملي یووالي او بشر ضد جنایت بولي او په وینا یې چې له بریده متاثره شوی دی. هغه زیاتوي، له عبدالله او خلیلي سره یې ټېلېفوني خبرې کړي او د احوال پوښتنه یې کړې ده.
طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. تېر کال هم د عبدالعلي مزاري د تلین مراسمو بريد شوی و چې لږ ترلږه درې کسان پکې وژل شوي او تر ۳۵ زيات ټپیان شوي ول.
د فېسبوک تبصرې