د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورګونوالو د خپلې سیمې یو خدمتګار ښوونکی ستایلی


په پکتیکا کې یو ښوونکی وستایل شو
په پکتیکا کې یو ښوونکی وستایل شو

ښرنه - د مارچ پردرېیمه د پکتیکا د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکو د ځواب خان په نوم د خپلې سیمې یو خدمتګار، چې له ۴۰ کلونو ډېره موده ښوونکی پاتې شوی او په دې ټول وخت کې يې هېڅ غیرحاضري نه ده کړې وستایه.

د ستاینغونډې تابیا کوونکو وویل، ځواب خان د نورو زرګونو ښوونکو لپاره د احساس یو ښه مثال دی، ځکه ده په هغو ورځو کې هم غیر حاضري ونکړه، چې مور او بل ځل يې ورور وفات شوی وو.

یاده ستاین غونډه چې د اورګون په فرهنګي مرکز کې جوړه شوې وه، ویناوالو د افغان حکومت له چارواکو هم وغوښتل، چې د ښوونکي ځواب خان په شان خدمتګاره خلک د نورو د هڅونې په موخه وستايي.

اوسېدونکو ښوونکي ته دستار وتاړه
اوسېدونکو ښوونکي ته دستار وتاړه

د ځدراڼو قوم د ټولنیزې شورا مشر حاجي عمر جان مشال راډيو ته وویل: "ښوونکي ځواب خان په هغه ورځ چې مور يې وفات شوې وه،جنازه يې د خپلې دندې د اجرا لپاره وځنډوله، بیا يې ورور وفات شوی وو، د هغه جنازه يې هم تر هغه وځنډوله، چې زده کوونکو ته يې خپل درس ووایه."

دی زیاتوي، ښوونکی ځواب خان یو داسې څوک دی، که هر څومره وستایل شي، دده د خدمت حق ورباندې نه اداء کېږي.

ده هم له لوړ پوړو چارواکو وغوښتل، چې د دې ښوونکي د خدمت کارنامې باید نورو خلکو ته وښيي.

د اورګون د فرهنګي مرکز یو استازي اسحاق ارین د یادې ستاینغونډې د موخو په تړاو وویل: "هدف په کې دادی، چې موږ په ژوندوني د خپلو کادرونو ستاینه وکړو، ددوی د خدمتګاری او اخلاص ځانګړنې راوسپړو، پدې سره به له یوې خوا د ښوونې او روزنې بهیر پیاوړی شي او پدې سره به نورو ښوونکو او د پوهنې د بهیر کارکوونکو ته دا انګیزه ورکړل شي، چې د هېچا ښې کړنې نه پټېږي."

د غونډې ګډونوال
د غونډې ګډونوال

د عبدالولي عابد په نوم یو ښوونکي وویل، خوښ دی چې اوس خلک خپل خدمتګاران په ژوندوني ستايي.

ده په ځانګړي ډول د پوهنې له وزارت هم وغوښتل، چې د نورو ښوونکو د هڅونې په خاطر دا ډول تشویقي برنامې ترسره کړي.

یو بل ښوونکی جمال الدین عرفان وايي، په پښتنو پسې یوه خبره مشهوره ده، چې په ژوندوني د چا ستاینه نه کوي، خو دوی برعکس همداسې یو ښوونکی وستایه، چې په خپله ۴۲کلنه معلمی کې يې یوه ورځ هم غیرحاضري نه ده کړې.

ده هم د افغان حکومت په مشرتابه غږ وکړ، چې دا ډول مخلص او خدمتګار شخصیتونه د نورو د هڅونې په نیت تقدیر کړي.

محمد یوسف ځدراڼ چې په اورګون کې د ورژنه کلي د ضیا العلوم لېسې سرښوونکی دی وايي، د ځواب خان په شان په ژمنتیا د دندې ترسره کول هر چا ته د کار یو نوی احساس وربښي.

ښوونکی ځواب خان وايي، د ده د نه غیرحاضری او د معلمۍ دندې ته پابندي د دې لپاره وه، چې یوې داسې "ټولنې لرونکي شو، چې هغه د علم په ګاڼه سمباله وي."

دی زیاتوي، اوس يې "کرار-کرار دا ارمان په پوره کېدو" دی او د ځوانانو چې د ده خدمت يې وستایه مننه کوي او تر زیات به په صادقانه توګه د هېواد نوي نسل ته روزنه ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG