د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلیلې حیدر او ظریفې غفاري د "زړورو ښځو" انعامونه ګټلي


جلیلې حیدر پر هزاره ګانو د بریدونو ضد د نه خوړلو احتجاج کړی وو
جلیلې حیدر پر هزاره ګانو د بریدونو ضد د نه خوړلو احتجاج کړی وو

واشنګټن - د پاکستان د حقونو مبارزې او سیاسي فعالې جلیلې حیدر او د افغانستان د میدان وردګ ښاروالې ظریفې غفاري د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د "زړورو ښځو" جایزې ګټلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۲۰۰۷ز راهیسې هر کال د زړورتیا جایزه هغو ښځو ته ورکوي چې د ښځو د حقونو د مبارزې په برخه کې یې زیار یې ایستلی وي، کار یې نتیجه ورکړې وي او له مشکلاتو سره مخامخ شوې وي.

د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر درېیمه په یوه بیان کې حیدر د "بلوچستان پیاوړې ښځې" په نوم یاده کړې چې د ښځو او ماشومانو لپاره یوه ناحکومتي اداره چلوي.

جلیله حیدر په بلوچستان کې له هزاره ګانو څخه د بشري حقونو لومړۍ وکیله ده چې له بیان سره سم، په ۲۰۱۹ز کال کې یې پر هزاره ګانو یې "د بریدونو ضد، سوله ییز، د نه خوړلو احتجاج کړی وو."

د میدان وردګو ښاروالې ظریفې غفاري د زورواکانو د فشار باوجود کار ته دوام ورکړ
د میدان وردګو ښاروالې ظریفې غفاري د زورواکانو د فشار باوجود کار ته دوام ورکړ

له دې علاوه هم جلیلې حیدر د نورو ټولنو د حقونو لپاره هلې ځلې کړې دي.

نوموړې په بلوچستان کې د ښځو د جمهوري جبهې (وېمېن ډېموکریټېک فرنټ) او د عورت مارچ مشره ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د لومړۍ ښځې ښاروالې په توګه غفاري د زړورې ښځې په نوم پېژندلې او وايي چې هغه زورواکو ګواښلې وه خو مبارزې ته یې دوام ورکړ او هغه خلک یې ناسم ثابت کړل چې ویل یې ښځې رهبري یا مشري نشي کولای.

د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۰ز کال کې له ۷۷ هېوادونو څخه ۱۴۶ ښځو ته جایزه ورکوي چې پکې د ازربایجان، چین، شام، یمن، بولېویا، بورکینا فاسو او زمبابوې هغه شاملې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر څلورمه په یوه غونډه کې ښځو ته انعامونه ورکوي.

د امریکا لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په ګډون یو شمېر چارواکي په غونډه کې ګډون کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG