د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتيکا يو قومي مشر او ۵ افغان سرتيرې وژل شوي


د پکتيا وژل شوی قومي مشر غلام سرور

د افغانستان په لوګر کې پنځه سرتیري او پکتیکا کې یو قومي مشر وژل شوی دی.

د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې د مارچ پر دويمه شپې مهال وسلوالو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د مس عینک پر ساتونکي برید کړی، چې ۵ سرتیري پکې وژل شوي دي.

د مارچ پر درېيمه د لوګر والي ویاند دیدار لونګ رسنیو ته وویل، برید د کابل-لوګر د لويې لارې په اوږدو کې د باټوخېلو او حسن خېلو په سیمه کې شوی دی.

بل لور ته د مارچ پر دويمه د پکتیکا ولایت یحیی خېلو ولسوالۍ د مولا باغ په سیمه کې د غلام سرور په نوم یو قومي مشر ناپېژاندو وسلوالو وژلی دی.

د مارچ پر درېيمه نېټه د پکتیکا د امنیه قوماندانی ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته ویلي، چې قومي مشر د ماښام لمانځه لپاره جومات ته روان وو، چې د نامالومو وسلوالو له لوري په ډزو وواژه.

ده وویل، قومي مشر غلام سرور کومه حکومتي دنده نه درلوده او په قومي جرګو او مرکو کې يې برخه اخیسته.

تر اوسه چا د ده د وژنې مسوولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG