د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د فوټبال لوبې پر مهال چاودنې درې کسان وژلي


خوست والي په روغتون کې له یوه ژوبل سره ویني
خوست والي په روغتون کې له یوه ژوبل سره ویني

خوست - د مارچ پر دویمه مازیګر مهال د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د فوټبال په میدان کې په چاودنه کې درې کسان وژل شوي، اته ژوبل دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، چاودنه په یوه موټر سایکل کې له ایښوول شویو باردو شوې.

د ده په وینا، د پېښه هغه مهال شوې چې د شمبوات په سیمه کې خلک د فوټبال سیالۍ ته ورغونډ شوي ول.

منګل زیاتوي، تر پېښې سمدستي وروسته امنیتي سرتېري او مرستندویه کارکوونکي سیمې ته ورسېدل.

د خوست د عامې روغتیا مشر ډاکتر حبیب شاه انصاري وايي، په ټپیانو کې د یو روغتیايي حالت خراب دی.

د ده په خبره، درې ټپیان یې تر درملنې وروسته کور ته لېږدولي او نور په روغتون کې بستر دي خو روغتیايي وضع یې ښه ده.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG