د پاکستان ريلوې محکمې چارواکي وايي چې د فبرورۍ پر ۲۸مه شپه په سیند صوبه کې د يو ريل ګاډې او د مساپرو بس په ټکر کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل دي.
د ريلوې محکمې يو چارواکي طارق کلاچي وويل چې دا پېښه د سیند صوبې په روهړي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره وژل شوي او ژوبل شوي ټول کسان د بس مساپر وو.
بلخوا د سکهر ضلعې ډيپټي کمشنر رانا عديلاي اېف پي خبري اژانس ته ويلي دي چې د ژوبل شویو کسانو شمېره لږ تر لږه ۵۵ ده چې پکې د ځينيو صحي حالت د اندیښنې وړ دی.
د ده په خبره کېدای شي د وژل شویو شمېره زیاته شي.
د ريلوې محکمې چارواکي طارق کلاچي په خبره دغه ريل ګاډی پاکستان ايکسپریس له کراچۍ څخه لاهور ته په لاره وو.
دی وايي چې تر دا مهاله د دې پېښې وجوهات نه دي په ډاګه شوي.
د فېسبوک تبصرې