د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماه جبینې هنري ژوند ته کتنه


ماه جبین
ماه جبین

نوميالۍ سندرغاړې ماه جبين قزلباش د ورپېښې ناروغۍ له امله د فبرورۍ پر ۲۶مه په پېښور کې مړه شوه.

هغې د پاکستان راډيو، ټيليويژن او همداراز د پښتو فلمونو لپاره ګڼشمېر سندرې ويلې دي او له خلکو يې مينه او داد ترلاسه کړي دي.

هغه د “بلبل سرحد” په نوم هم يادېده.

نوموړې شاوخوا يو کال وړاندې له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي وو چې د دې مشران د ايران له مشهد ښاره پېښور ته کډه او هم هلته مېشت شوي ول.

''زما نيکه د ايران له مشهده راغلی وو. زه په پېښور کې لويه شوې يم. اتم ټولګي کې وم چې د راډيو پاکستان پېښور څانګې ته ولاړم او هلته مې ترانې وويلې. له موسيقۍ سره مې ډېر شوق وو. په راډيو کې مې له موسيقار رفيق شينواري سره خپله اولنۍ سندره، “سپينې سپوږمۍ وايه اشنا به چرته وينه” ثبت کړه، چې خورا زياته مشهوره شوه.''

ماه جبين قزلباش دا هم ویلي ول چې هغې خپل ټول عمر د موسيقۍ له لارې د خلکو خدمت ته وقف کړی وو.

هغه خوشاله وه چې اوس په پښتني ټولنه کې يو هنرمند ته په درنه سترګه کتل کېږي.

''ما خپله زندګي د عوامو لپاره وقف کړې ده. زه هڅه کوم هغوی ته داسې سندرې ووايم چې د هغوی پر زړونو اثر وکړي. خلک اوس هنرمندان هم خوښوي. يو هنرمند هم بايد له خپل فن سره مينه وکړي او له استادانو يې زده کړي.''

په پېښور کې موسيقار او هارمونيم غږوونکی استاد نذير ګل وايي، ماه جبينې يوازې د پښتونخوا نه بلکې د ټول پاکستان په کچه د يوې تکړه سندرغاړې په توګه نوم ګتلی وو.

''هغه د ټول پاکستان هنرمنده وه. خدای ورته ښايست هم ورکړی وو. د رفيق شينواري او راحدت حسين په څېر له لويو موسيقارانو سره يې سندرې ويلې دي. ما ورسره هم شاوخوا ۴۰ کلونه په هارمونيم همکاري کړې ده. د هغې په اواز کې د يوه ځانګړي کيف ترڅنګ درد هم وو. هغې قابليت درلود چې د يو موسيقار طرز د هغه له توقع زيات ښه ووايي.''

د راډيو پاکستان پېښور څانګې پخوانی پروډيوسر او شاعر او ليکوال لايق زاده لايق، چې ماه جبين قزلباش يې له نيږدې پېژنده او له هغې يې يوشمېر سندرې ريکارډ کړې دي، وايي چې د هغې د پلار نوم امداد علي قزلباش وو او ماه جبين په ۱۹۵۸ز کال کې په پېښور کې زېږېدلې وه.

د لايق زاده په خبره، د ماه جبين خاوند ايمل خان نومېده او د هغې د هنر په به برخه کې يې خورا مرستې ورسره کړې وې.

''د ماه جبين کورنۍ د پېښور په کوچه رسالدار کې مېشت شوه. د هغې پلار امداد علي قزلباش پېښور ته نېږدې له بهادر کلي درېم واده وکړ او ماه جبين په ۱۹۵۸ز کال کې وزېږېده. په ۱۹۷۳ز کال کې د پښتو يو فلم “شېر عالم مامونۍ” جوړېده. ماه جبين له حکيم الله خان اورکزي سره، چې فلمي نوم يې ايمل خان وو، د هېروينې رول ولوباوه. وروسته دواړو واده وکړ. ايمل خان د ماه جبين په هنري کارونو کې د هغې مرسته وکړه. ماه جبین وتوانېده چې د راډيو، ټيليويژن او پښتو فلمونو لپاره شاوخوا ۶۰۰۰ سندرې ووايي.''

لايق زاده لايق د ماه جبين قزلباش د ناروغۍ کيسه کوي او په خواشينۍ سره وايي چې له نوموړې سره هغه رنګ چې لازمه وه، مرسته و نه شوه.

''له ماه جبين درې اولادونه پاتې شول. شاهد خان اورکزی او مراد خان اورکزی يې زامن دي او يوه لور يې ده چې هما نومېږي. شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې ماه جبين قزلباش د زړه په ناروغۍ اخته او په نتيجه کې يې بېهوشه شوه. په ورځپاڼو کې خبر وچلېد چې د ماه جبين بچي د هغې د درملنې وس نه لري. دا خبره د پښتني ټولنې پر مخ د يوې درنې څپېړې په توګه تعبير کېدای شي. د خيبرپښتونخوا حکومت پينځه لاکه روپۍ ورکړې، خو دا مرسته کافي نه وه.''

ماه جبين قزلباش د پښتو موسيقۍ د خدمت لپاره يوشمېر دولتي جايزې ګټلې دي.

د پښتو موسيقۍ اورېدونکي او شنونکي وايي، ماه جبين قزلباش به د خپلو خوږو سندرو لپاره تل ياده وساتل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG