د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کرونا وايرس دوه کسان ناروغه کړي


په ايران کې ښځو له کرونا وايرسه د ځان ژغورنې لپاره ماسکونه لګولي.(ارشېف)
په ايران کې ښځو له کرونا وايرسه د ځان ژغورنې لپاره ماسکونه لګولي.(ارشېف)

په پاکستان کې په دوو کسانو کې د کرونا وایرس تصدیق شوی دی.

د روغتیا لپاره د پاکستاني وزیراعظم سلاکار ظفر مرزا د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه پر ټويټر وليکل چې د دواړو کسانو درملنه روانه ده او خلک دې نه وارخطا کېږي.

د چارواکیو په وینا، په دې کې يو کس د کراچۍ دی چې تازه له ایرانه ورستون شوی دی خو د دویم تن په اړه څه مالومات نه دې ورکړل شوي.

د کرونا وايرس د مخنيوي لپاره پاکستان له ايران سره پوله تړلې ده.
د کرونا وايرس د مخنيوي لپاره پاکستان له ايران سره پوله تړلې ده.

ډاکټر ظفر مرزا د فبرورۍ پر ۲۶ مه نېټه په کوټه کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې دوی د هغو کسانو لټون او معاينې هم پیل کړي چې په کرونا وايرس اخته دغو رنځورانو سره په رابطه کې پاته شوي دي.

د بلوچستان د تعلیم وزیر یارمحمد رند د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه په یو ویډيویي پیغام کې اعلان وکړ چې د کورنا وايرس له کبله د صوبې ټولې سرکاري، شخصي تعلیمي ادارې او مدرسې به د راتلونکې مارچ میاشتې تر ۱۵ مې نيتې پورې بندې وي.

نوموړي د نهم او لسم صنف د روانو امتحانونو د ځنډولو اعلان هم وکړ.

د سيند حکومت هم د فبرورۍ پر ۲۶مه اعلان وکړ چې د زيارت او جمعې پر ورځ به ټولې تعليمې ادارې تړل شوې وي.

دا اعلان د سيند د تعليم وزير سېنېټر سعيد غني پر ټويټر پاڼه کړی دی.

د سيند او بلوچستان حکومتونو د کرونا وايرس د مخنيوي په خاطر تعليمي ادارې تړلې دي.

پاکستان د فبرورۍ پر ۲۳ مه نېټه له هغه وروسته له ايران سره خپله پوله وتړله کله چې په هغه هېواد کې د کرونا وايرس د ناروغانو تصديق وشو.

په ايران کې چارواکيو د فبرورۍ پر ۲۶مه ويلي، وايرس له وجې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

کرونا وايرس چې سرچينه يې چين ده د فبرورۍ تر ۲۷مه نېټې پورې څه دپاسه ۲۷ سوه کسان وژلي او شاوخوا ۸۱ زره کسان يې ناروغه کړي دي.

تراوسه پورې ايران، اټاليا او جنوبي کوريا تر ټولو زيات ځپل شوي هېوادونه دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG