د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بولان میډیکل کالج زده کوونکیو د اسمبلۍ مخې ته پرلت وواهه


بلوچستان اسمبلۍ
بلوچستان اسمبلۍ

په کوټه کې د بولان میډیکل پوهنتون زدهکونکي د ۲۰۱۹ز کال د دیسېمبر له ۱۷ مې نېټې راهیسې د پوهنتون نجکارۍ او د فیسونو زیاتولو خلاف پر احتجاج دي. دوی د خپلو غوښتنو لپاره اوس د بلوچستان صوبایي اسمبلۍ مخې پرلت وهلی دی چې پکې نجونه زده کونکې هم شاملې دي.

د بولان میډیکل پوهنتون یوه زدهکونکې ماه رنګ بلوڅ چې له تېرو څو ورځو راهېسې له نورو زدهکونکیو سره پر احتجاج ده، له مشال راډیو سره په خبرو کې وایي د صوبې ګورنر او وایس چانسلر د داخلې فیسونه په څو څو واري زیات کړل، او دغه اداره یې د نجکارۍ طرفته روانه کړې ده چې دوی یې مخالفت کوي: (زموږ غوښتنې بلکل نه دي پوره شوې، له موږ سره حکومت خبرې وکړې او هر ځل وایي چې وبه شي خو تر اوسه عملي کار نه دی شوی، د کالج وایس چانسلر په قابلیت نه دی راغلی، په کالج کې مالي درغلۍ کېږي، اوس باید چې زموږ د پرچو تاریخونه اعلان شوي وی خو کالج بند دی او اوس هم بند دی.)

ماه رنګ بلوڅ وایي، په تېرو دوو کلونو کې بولان میډیکل کالج اته میاشتې بند وو او هره میاشت پکې زدهکونکیو ته نوې نوې مسلې جوړېږي.

د بولان میډیکل کالج یوې بلې زدهکونکې صبیحه بلوڅ تېره ورځ مشال راډیو ته وویل په پوهنتون کې انتظامیې د سېلف فنانس سیټونه زیات کړل چې له دې سره د سیمې د زدهکونکیو حق وهل کېږي: (دا په بلوچستان کې یوازینۍ سرکاري میډیکل پوهنتون دی اوس تېر کال دوه نور نجي میډیکل کالجونه جوړ شول، حکومت فیسونه زیاتوي، په پیسو یې سیټونه نورو زدهکونکیو ته ورکړل او د هاسټل سهولت هم حقدارو زدهکونکیو ته نه ورکوي، د پوهنتون د استادانو لپاره هم مسلې پېدا کړل شوي دي، موږ له تېر دسمبر راهیسې وخت په وخت احتجاج کوو، د ۲۰۱۹م کال پرچې لا هم نه دي شوي، نه کلاسونه کیږي او نه په پوهنتون کې څه نورې هلې ځلې شته.)

بلخوا د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني تېره ورځ مشال راډیو ته وویل دوی د بلوچستان د ګونر په وېنا له زدهکونکیو سره رابطه کړې ده. (زه د بلوچستان د حکومت د ویاند په حېث د دغو ذدهکونکیو او د صوبې د ګونر سره خبرې کوم، باید زدهکونکي له ګورنر سره وویني، که د وایس چانسلر لرې کول وي، یا په قانون کې د بدلون غوښتنه او یا هم د فېسونو مسله ده باید چې د خبرو له لارې یې حل راوباسو.)

موږ هڅه وکړه چې د پوهنتون انتظامیې سره هم په دې اړه خبرې وکړو خو د زدهکونکیو د احتجاج او نورو مسلو له وجې د بولان میډیکل پوهنتون د تېرو څو ورځو راهېسې تړل شوی دې. بلخوا زدهکونکي وایي حکومت ورسره غوښتنو منلو ژمنې کوي خو لا یې هم څه عملي کار نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG