د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې یو کس کورونا وهلی


د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نن دوشنبه په یوه خبري غونډه کې د دې هېواد په هرات کې د کورونا وایروس لومړنۍ پېښې پخلی وکړ.

فېروزالدین فېروز ویلي، په هرات کې بیړنی حالت اعلان شوی او په خبره‌ یې هغه ټول غیر ضروري الوتنې چې دې ولایت ته کېدلې د لنډې مودې لپاره باید راکم شي.

د نوموړي په خبره د کورونا وایروس درې مشکوکې پېښې د یکشنبې سهار د هرات روغتیايي چارواکیو تاید کړې وې او نمونې یې د تشخیص لپاره کابل ته لېږلې وې.

اوس د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې پېښو کې دوه‌ یې منفي وې.

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال بیا په دغه ولایت کې د ملي ناروغیو د څارنې او په دې اړه د ځواب ورکونې د برخې د مسؤل ډاکتر احمد امیرنژاد په حواله وايي چې د دوشنبې د ورځې تر غرمې پورې په هرات کې په کورونا وایروس د اخته مشکوکو کسانو شمېر ۷ تنو تنه رسېدلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې د جدي روغتیايي تدابیرو خبره کوي، خو د خلکو همکاري هم اړینه ګني او ورنه غواړي چې لازم وقایوي تدابیر خپل کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د دې وایروس د پېښو د زیاتېدو په صورت کې له نړېوالې ټولنې هم د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه زیاتوي: "زه له دې ځایه په نړیوالې ټولنې غږ کوم چې له موږ سره د دې وایروس د مخنیوي لپاره، د ډاکترانو سمبالولو، د لازمو امکاناتو برابرېدو او عامه پوهاوي په برخه کې له موږ سره په ګډه کار وکړي."

د ایران او پاکستان ترمنځ پوله بنده، زرګونه کسان دواړو غاړو ته ایسار​

د ملي امنیت شورا ناسته
د ملي امنیت شورا ناسته

په دغو اقداماتو کې یو هم له ایران او پاکستان څخه د چرګوړو او هګیو نه‌واردول شامل دي.

کورونا وایروس له شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د چین په ووهان ښار کې پیدا شو او تر اوسه‌ یې په دې هېواد کې له ۲۰۰۰ زیات کسان وژلي او شاوخوا ۷۰۰۰۰ نور کسان پرې اخته شوي دي.

د ایران په قم کې هم دغه ویروس تر اوسه ۸ کسان وژلي دي.

کورونا وایروس اوس‌مهال د نړۍ ۳۲ هېوادونو ته خور شوی دی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د پښین ځوانان د کاکي په لوبه وخت تېروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG