د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریال فصیح الرحمان له کړاوه ډک ژوند څنګه پای ته ورسېد؟


د فصیح الرحمان ملګري وايي، هغه د بې روزګارۍ له وجې له ذهني فشار سره مخامخ وو.
د فصیح الرحمان ملګري وايي، هغه د بې روزګارۍ له وجې له ذهني فشار سره مخامخ وو.

د پاکستاني خبريال فصيح الرحمن د مرګ خبر د هېواد وتليو خبريالانو پر خپلو ټويټر پاڼو خپور کړ. چا هغه ځواني مرګه، چا ډېر تکړه خبريال او چا يو ډېر ښه انسان ياد کړ.

فصيح الرحمن د فبرورۍ پر ۱۸مه نېټه د زړه د حرکت د بندېدو له کبله مړ شو.

د هغه ځينو ملګرو وليکل چې فصيح د بې روزګارۍ له وجې له ذهني فشار سره مخامخ وو چې هم له دې کبله يې د زړه حرکت ودرېد.

په طبي توګه تصديق نه دی شوی چې ګواکې پر هغه د زړه حمله د ذهني فشار له وجې راغلې وه خو د هغه مېرمن رحيمه فصيح وايي، هغې ته هم داسې ښکاري چې ذهني فشار يې د خاوند د مرګ لامل وو.

رحيمې فصيح د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې خاوند يې له تېر يو نيم کال راهیسې بې روزګاره وو.

۴۷ کلن فصيح الرحمن له تېرو شاوخوا ۲۵ کلونو راهيسې دي نېشن، جيو نيوز، دنیا نيوز او اېکسپرېس نيوز سره د خبريال په توګه کار کړی وو.

د هغې په خبره، د فصیح الرحمان د ټيليويژن چينلونو پر ملکانو تنخواګانې پاتې وې چې له کبله يې هغوی له سختو مالي ستونزو سره مخامخ ول.

"په اسلام اباد کې د کور کرايه، ورځنۍ خرچه او د څلور ماشومانو د سکولونو فيسونو له کبله موږ له ډېرو مالي ستونزو سره مخامخ وو."

۴۷ کلن فصيح الرحمن له تېرو شاوخوا ۲۵ کلونو راهيسې د خبريال په توګه دي نېشن ورځپاڼې، جيو نيوز، دنیا نيوز او اېکسپرېس نيوز ټيليويژنونو سره د خبريال په توګه کار کړی وو.

د هغه د مېرمنې په وينا، تر بېروزګارۍ وروسته هغه د ازاد خبريال په توګه له نړيوالو رسنيو سره کار کاوه چې ورسره د هغوی د کور لږ څه ګوزاره کېدله خو اوس يې تر مرګ وروسته هيڅ برخليک مالوم نه دی.

د اطلاعاتو په برخه کې د وزيراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان، وفاقي وزير چوهدري فواد حسين، اپوزيشن مشر شهباز شريف او د هېواد وتليو خبريالانو د هغه پر مرګ خپګان وښود.

خو د هغه مېرمن وايي:

"خلکو او حکومت پر ټويټر پاڼو د فصيح پر مرګ راسره خواخوږي وښودله خو له موږ سره يې د کومک لپاره تر اوسه هېڅ تماس نه دی نيولی. زه اوس هېڅ ډول مالي وسيله نلرم او مجبوره يم چې د پلار پر کور کښېنم."

د فصيح الرحمن له مرګ سره د هغو پاکستاني خبريالانو چې بې روزګاره شوي دي ذهني حالت پر لور د خلکو پام شوی دی.

خبریال سیف الاسلام سیفي وايي، له تېر یو کال راهېسې بې روزګاره دی.
خبریال سیف الاسلام سیفي وايي، له تېر یو کال راهېسې بې روزګاره دی.

د پاکستان د خبريالانو سازمانونه وايي، په تېر شاوخوا يوه نېم کال کې لږ تر لږه اته زره کسان د هېواد له مختلفو رسنيو څخه اېستل شوي دي.

سيف الاسلام سيفي تر ۲۴ کلونو پورې له پېښوره د پاکستان او نړۍ له مختلفو رسنيو سره د خبريال په توګه کار کړی دی.

له تېر یو کال راهېسې بې روزګاره یم چې له وجې یې ذهني فشار سره مخامخ یم
خبریال سیف الاسلام سیفي

هغه تر ۱۰ کلونو پورې د جيو ټيليويژن پېښور دفتر کې کار کاوه چې يوه ورځ ورته وويل شو چې نور ستاسو ضرورت نشته.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې دا ورته يو ټکان رسونکی غږ وو.

"له تېر يو کال راهيسې بې رزوګاره يم، له ذهني فشار سره مخامخ يم، د کور او ماشومانو خرچې راپسې دي چې اوس مې ټوله تکيه په وروڼو ده."

په تېر يوه نيم کال کې يوازې په پېښور کې نږدې دوه نيم زره کسان چې پکې زياتره خبريالان دي مختلفو رسنيو له کار ليرې کړي دي.

د رسنيو مالکان وايي چې حکومت هغوی ته د اشتهارونو ورکول کم کړي دي چې له کبله يې د هغوی مالي توان کمزوری شوی او نشي کولای خپل لګښتونه پوره کړي.

د وزيراعظم عمران خان په واک کې تر راتلو وروسته د پاکستان رسنيو ته د اشتهارونو ورکول کم شوي دي.

حکومت دريځ لري چې پخوا به په غير شفافه توګه اشتهارونه ورکول کېدل چې هغوی يې اوس مخه نيولې ده.

XS
SM
MD
LG