د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې ملاتړ وشو


خوست کې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه غونډه
خوست کې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه غونډه

د فبرورۍ پر ۲۲مه د خوست یو شمېر ځوانانو او ښځو د یوې غونډې له لارې د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې هرکلۍ وکړ او هیله يې وښوده، چې د یوې اونۍ لپاره دا هوکړه به پدې هېواد کې بشپړ اوربند ته لاره هواره کړي.

دوی غوښتنه وکړه، چې د سولې خبرې دې د افغانستان په داخل کې ترسره شي او د سولې د مذاکراتو لپاره دې یو داسې ټیم وټاکل شي، چې په هغه کې د ټولو قشرونو او مطرحو خواوو استازي په کې وي.

په خوست کې (سوله او ځوانان) تر سرلیک لاندې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو طالبانو سره د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې ملاتړ وکړ او له ښکیلو خواوو يې وغوښتل، چې پدې هوکړې عمل وکړي، تر څو یو بشپړ اوربند ته لاره هواره شي.

د کرنیل همتپه نوم یو ځوان چې حاضرینو ته يې د غونډې ۱۳ماده ییز پرېکړه لیک ولوست په کې راغلي ول، د دې هېواد د ولسونو هیله یوه داسې سوله ده، چې په هغې کې د ټولو وګړو حقوق ساتل شوي وي او د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.

د غونډې ګډونوالو همدارنګه غوښتنه وکړه، چې د سولې خبرې دې د افغانستان په داخل کې ترسره شي او د سولې د مذاکراتو لپاره دې یو داسې همه شمول ټیم وټاکل شي، چې په هغه کې د ټولو قشرونو او مطرحو خواوو استازي په کې وي.

د هیله من ژوندي او محب الدین غورځنګ په نوم مدني فعالان د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه د دایمي سولې په لور یو ښه ګام بولي.

دوی په سوله کې د ځوانانو رول په باب وویل، اوس دا وخت رارسیدلي، چې ټول ځوان قشر په یو غږ نړیوالو باندې د سولې لپاره د پراخو هڅو او د جګړې د بندولو غږ وکړي.

په خوست کې درې تنو ښځو عابده سروري، وزیره سعادت او فاطمه افغان وویل، له جګړې تر ټولو زیاتې ښځې زیانمنې کیږي، خو بلخوا بیا په سوله کې ټول خلک په امن کې ساتل کیږي.

دوی زیاتوي، افغانان تر هر څه زیات سولې ته اړتیا، ځکه جګړو پدې خلکو هر ډول ناخوالې تپلي دي.

یادو ښځو د تاوتریخوالي د کمولو د اونۍ هرکلۍ وکړ او هیله يې وکړه، چې افغانان به د سولې سترې هیلې ته ورسیږي.

د طالبانو او امریکایانو د هوکړې پر بنسټ به په ټول افغانستان کې طالبان پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي او پر وسله‌والو طالبانو به هم بریدونه نه کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې تراوسه د تاوتریخوالي د کمښت په هوکړې عمل شوی او کومه ستره پېښه نه ده رامنځته شوې.

د افغانستان په خوست، پکتیا، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي د کمښت د اوونۍ پیل د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوه، دوی لارو او کوڅو ته را ووتل، خوښی او اتڼونه یې وکړل او د تل پاتې اوربند غوښتنه یې وکړه

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG