د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان طالبانو مشر اختر منصور جايداد لیلاموي


ملا اختر محمد منصور
ملا اختر محمد منصور

د امریکا غږ ډیوه راډیو رپورټ

پاکستان د افغان طالبانو د وژل شوي پخواني مشر ملا اختر منصور جايداد بولۍ ته وړاندې کوي. ملا اختر منصور په ۲۰۱۶ز کال په بلوچستان صوبه کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوی وو.

د پاکستان ځايي ميډيا ترمخه د کراچۍ ښار د ترهګرۍ يو عدالت د ملا اختر منصور د شتمنيو ليلامولو په اړه په ورځپاڼو کې اشتهارونه ورکړي دي.

په پاکستانيو ورځپاڼو کې د اختر منصور د جايداد په اړه ويل شوي چې د هغه په ګلشن معمار علاقه کې يو پلاټ، يو کور، يو فلېټ، په شهيد ملت روډ، په ګلزار هجري او شهيد ملټ روډ باندې يو فلېټ دی.

د (سما نيوز) ترمخه د دغه جايداد قيمت لس کروړه روپۍ جوړېږي.

ويل شوي مرکزي پلټنيزې ادارې (اېف ايي ای) د ملا منصور په دوه نورو ملګرو په کراچۍ کې د ترهګرۍ مقدمې درج کړي چې هغوی به ترهګرو ته پېسې ورکولې.

د اېف ای اې د تېر کال د اسنادو ترمخه ملا اختر منصور د ګل محمد او محمد ولي په نوم جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي وو.

ملا اختر منصور د ۲۰۱۶ زکال د مې په مياشت کې د بلوچستان صوبې په دالبندين سيمه کې د امریکا په بې پايلټه ډرون بريد کې وژل شوی وو.

د هغه د وژنې له ځایه د پاکستان جوړ يو شناختي کارډ ترلاسه شوی او د يادې پېښې وروسته داسې ويل شوي وو چې د بلوچستان او کراچۍ څو چارواکي د ملا اختر منصور د شناختي کارډ جوړولو په تور نيول هم شوي وو.

يادې ادارې ويلي ول د منصور د جايداد او بېنکونو حساب کتاب به عمار د محمد ياسر زوی کولو.

ملا اختر منصور د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د قرارداد لاندې ترهګر ګرځول شوی وو او هر ډول کاروباري او د بېنکونو هلې ځلې پرې بندې وې.

د پاکستان تحقيقاتي ادارې د ملا اختر منصور، ګل محمد، محمد ولي او عمار پرضد مقدمه درج کړې او ویلي يې ول، د شناختي کارډونو جوړونکې ادارې نادرا چارواکي چې په دغه کار کې ککړ دي هم مالوم کړی شوي دي.

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې وروسته ملا اختر منصور د طالبانو مشر جوړ شوی وو، هغه د طالبانو په وخت کې د افغانستان هوايي چلند (سول اېوي اېشن) وزیر وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG