د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا او طالبان روغه جوړه لاسلیکوي


قطر کې د طالبانو او امریکايي مرکچي پلاوي ګډ انځور
قطر کې د طالبانو او امریکايي مرکچي پلاوي ګډ انځور

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۹ له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک ته چمتوالی نیسي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د هوکړې له لاسلیک وروسته به ژر بین الافغاني خبرې پيل شي، چې دا به هر اړخیز اوربند لپاره یو بنسټیز قدم او د افغانستان د سیاسي راتلونکې لپاره یوه لارنقشه وټاکي.

د دغه وزارت د جمعې د ورځې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره دا ده چې افغانان په خپلو کې سره جوړ شي او تفاهم د راتلونکي لپاره غوره لار ده.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي، د امریکا او طالبانو یو هر اړخیز سیاسي حل، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره، د امریکايي او ایتلافي ځواکونو کموالی او د دې ډاډ چې هېڅ ترهګره ډله به د افغانستان له خاورې نه توانېږي چې امریکا او ملګري یې وګواښي، په خبرو بوخت ول.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د قطر په پلازمینه دوحه کې مذاکراتو یو واقعي فرصت او امیدواري رامنځ ته کړې او د امریکا متحده ایالاتو له ټولو افغانانو غواړي، چې له دې فرصته استفاده وکړي.

بل خوا طالبانو هم د هوکړې د لاسلیک په اړه اعلامیه خپره کړې.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته، داوړو لورو هوکړه وکړه، چې د فبرورۍ په ۲۹ به هوکړه لیک لاسلیک کېږي.

وړاندې په اعلامیه کې یادونه شوې، چې دغه هوکړه به د نړیوالو په حضور کې د دواړو اړخونو ترمنځ لاسلیک شي او د لاسلیک مراسمو ته به د یوشمېر هېوادونو او سازمانونو لوړپوړي استازي دعوتوي او د بندیانو د خلاصون لپاره به لازم چمتوالي نیسي.

دغه راز به د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته او همدا شان افغان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به ټول هېواد کې سراسري سولې لپاره لاره هواره شي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کموالی موضوع یادوه شوې، خو د طالبانو په اعلامیه کې د بشپړو بهرنیو ځواکونو وتلو ته اشاره شوې وه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د طالب بندیانو د خلاصون په اړه هېڅ نه دي ویل شوي.

هڅه مو وکړه، په دې اړه د افغان حکومت نظر را واخلو خو په دې اړه چا خبرې ونه کړې.

XS
SM
MD
LG