د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لوی څارنوال استعفا ورکړې


انور منصور خان د فبرورۍ پر ۲۰مه استعفا ورکړه
انور منصور خان د فبرورۍ پر ۲۰مه استعفا ورکړه

اسلام اباد - د احتساب او کورنیو چارو لپاره د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وايي، حکومت له لوی څارنواله استعفا غوښتې وه.

شهزاد اکبر د فبرورۍ ۲۰مې شپې مهال وویل چې که اټارني جنرل انور منصور خان استعفا نه وای ورکړې نو حکومت خپله له دندې ګوښه کاوه.

دا خبره نوموړي تر هغې څو ساعته وروسته وکړه چې انور منصور خان ولسمشر ته په استولي استعفالیک کې ویلي چې د پاکستان د وکیلانو د ټولنې په غوښتنه دنده پرېږدي.

اټارني جنرل د فبرورۍ پر ۱۸مه ویلي ول چې د سترې عدلي شورا یو قاضي د جسټس فایز عیسا پر ضد د مقدمې له پیلولو خبر وو.

د سترې عدلي شورا قاضیانو هم هغه وخت نوموړي ته امر وکړ چې یا خو دې د خپلې دعوې ثبوت ورکړي او یا دې بښنه وغواړي.

حکومت د فبرورۍ پر ۱۹مه، په یوه بیان کې وویل چې دا د لوی څارنوال شخصي څرګندونې وې.

د پاکستان حکومت پر قاضي فایز عیسا له هېواده بهر د نااعلان کړیو شتمنیو لرلو تور پورې کړی چې نوموړی یې ردوي.

په پاکستان کې یوازې ستره عدلي شورا قاضیان له دندې ګوښه کولای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG