د لاسرسي ځای

تازه خبر

دالبندین کې عرب شېخان بې له اجازې ښکار کوي: قبایلي مشر


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

پراګ - د بلوچستان د بلوڅ مېشتې سیمې دالبندین یو قبایلي مشر الیاس سنجراني وايي، د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو شیخان د دوی له اجازې پرته په سیمه کې د ناویاتو مرغانو ښکار کوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې الیاس سنجراني د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې د دې ښکار اجازه وفاقي حکومت ورکوي خو ګټه یې یوازې د ګوتو په شمېر ځايي کسانو ته رسېږي.

دا عرب شیخان له تېرو شلو کالو راهسې هر کال هلته ورځي او ښکار کوي خو تر اوسه یې یوازې یو روغتون جوړ کړی دی نور هغو کسانو ته مراعات ورکوي چې د دوی استازي دي.


د ده په وینا، دا عرب شیخان له تېرو شلو کالو راهسې هر کال هلته ورځي او ښکار کوي خو تر اوسه یې یوازې یو روغتون جوړ کړی دی نور هغو کسانو ته مراعات ورکوي چې د دوی استازي دي.

''موږ دا وایو که د پاکستان وفاقي حکومت دوي ته د ښکار اجازه ورکوي نو دوی باید په دې سیمه کې ترقیاتي کارونه وکړي، دلته دا حال دی چې ګیس له دې سیمې وځي خو دلته خلکو ته نه دی ورکړل شوی، سره زر دلته پیدا کېږي خو دلته سکول، کالج، سړک او د څښلو پاکې اوبه نشته، دا شیخان چې دلته راځي نو باید دلته د پرمختګ کارونه هم وکړي.''

الیاس سنجراني زیاته کړه چې په دې اړه یې له یو شمېر نورو ځايي مشرانو سره یوځای په رسنیو کې هم غږ پورته کړی خو غوښتنې یې نه دي منل شوې.

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو مشال راډیو ته وویل چې دې شیخانو به پخوا بې له څه معاوضې هلته ښکار کولو خو له تېر یوه کال راهیسې یې اوس مشروط کړی دی.

ده زیاته کړه چې د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو دا شېخان که څه هم د حکومت په اجازه هلته ښکار کوي خو په بدل کې یې صوبايي حکومت ته پېسې هم ورکوي.

''دوی به پخوا دلته مفت ښکار کولو خو اوس پر یوه راتګ د بلوچستان حکومت ته یو لک ډالر ورکوي چې څه برخه پکې د اړوندې محکمې ده او نور صوبايي حکومت ته ځي او له دې سره به ښکاریان له جون میاشتې تر بلې هغې هلته یو پرمختیايي پروژه هم سرته رسوي. دا پروژه صوبايي حکومت ورکوي او دوی به پرې کار کوي.''

ضیاالله لانګو وویل چې په بلوچستان کې د ناویاتو مرغانو پر ښکار بندیز نشته او دوی په مجموعي توګه عرب شېخانو ته تل اجازت نامې ورکړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG